مفوض مدينة نيويورك حول تجربة المكان

روهي (دوه نۍ/۱۶ د چنګاښ)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ کابل کې د اسلام اباد له سفير زاهد نصرالله خان سره کتلي دي. 

ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي چې دې لېدنه کې زاهد نصرالله خان ورته پاکستان ته د رسمي سفر بلنليک هم ورکړی او غوښتنه ورڅخه شوي چې د افغانستان او پاکستان د اړيکو د ښه والي او د سولې بهير په اړه پاکستان ته سفر وکړي. 

د مصالحې عالي شورا رئيس ويلي چې د افغان سولې بهير کې د پاکستان هڅې د ستاينې وړ دي او په يو وړ وخت کې به پاکستان ته رسمي سفر تر سره کړي.