پاکستان کې ۲۲ سېکهان د مذهبي مراسمو پر مهال وژل شوي دي

روهي (نۍ/۱۴ د چنګاښ)، د پاکستان د پنجاب ایالت په شېخ پوره سیمه کې يو ګاډي له اور ګاډي سره ټکر کړی ې په پايله کې يې ۲۲ سېکهان چې مذهبي مراسمو ته روان وو وژل شوي دي. 

وژل شوي سېکهان  د پېښور اوسېدونکي وو چې د نانکانا صاحب په نوم د سېکهانو یوه زیارت ته روان وو. ټکر شوي بس کې ۲۶ کسان ناست وو چې له ډلې يې ۲۲ وژل شوي دي. 

ځينو راپورونو  ويلي دي چې وژل شوي ټول د يوې کورنۍ غړي وو. د پنجاب ايالتي ادارې هم د ټګر د پېښې پخلی کړی.