حفيظ منصور: پدرام دومره سړی نه دی چې  زه يې په اړه تبصره وکړم 

روهي (جمعه/۱۳ د چنګاښ)، د جمعیت ګوند د لارښوودې شورا عبدالحيفظ منصور وايي چې دوی تيار دي ترڅحو د جمعيت ګوند له مخالفې ډلې سره خبرې او حساب وکړي. منصور وايي چې جمعيت ګوند په دې وروستيو کې د حکومت او سولې بهير سره پرېکون اعلان کړی وو چې  د ګوند او هېواد په ګټه پرېکړه نه وه. 

حفيظ منصور له طلوع نيوز سره مرکې کې ويلي دي چې د دوی اړخ کولی شي چې له صلاح الدين رباني، احمد ضيا مسعود او نورو سره مخامخ خبرې وکړي او د منطق پر اساس ستونزې سره حل کړي. 

نوموړي د لطيف پدرام له خوا دوی ته د پنځم ستون د کلمې په اړه ويلي دي چې لطیف پدرام يو شوخي کوونکی کس دی او زه له چا سره شوخي نه لرم. منصور ویلي چې د لطيف پدرام د خبرو په اړه بايد دومره ووايم، چې هغه دومره مقام او شخصيت نه دی چې زه يې په اړه خبرې او تبصره وکړه. 

عبدالحفيظ منصور هم د جمعيت ګوند هغه ډله کې دی چې د صلاح الدين رباني يې د جمعيت ګوند له مشرۍ لېرې کړی او بيا صلاح الدين رباني د ده په شمول د عطا محمد نور، يونس قانوني، کليم الله نقيبي او يو شمېر نورو غړېتوب په جمعيت ګوند کې ځنډولی دی.