ولسمشر غني په لوګر کې: لوګر مې هم کور دی او هم به مې ګور وي 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د چنګاښ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ له يو دولتي پلاوي سره يو ځای لور ولايت ته لاړ. 

له نوموړي سره په دغه سفر کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال بسم الله وزیري، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع، د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس شمیم کټوازي، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال ډګرجنرال عبادالله عباد او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي مقاماتو د جمهوررئیس ملتیا کوله.

ولسمشر غني د لوګر ولس ته په وینا کې وويل چې د ده د بيا ځلې تر راتګ به د دغه ولايت مېلمسون ودانۍ جوړه وی او د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مشر ته يې لارښوونه وکړه چې د لسو ورځو دننه يوه ميرمن او يو ځوان چې په خپله له لوګر ولايت څخه وي، د مرستيال والیانو په توګه وټاکي. 

نوموړي لوګريانو ته ويلي چې لوګر ته د راتګ مننه ورڅخه بايد ونه شي، ځکه چې لوګر ولايت يې هم کور دی او هم به يې ګور وي. 

ولسمشر همدا ډول اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د لوګر ولایت لپاره واضح پلان ترتیب کړي، ترڅو د هغه ولایت په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راشي او همداراز کلیدي نقطې باید تشخیص او د ځواکونو ترمنځ همغږي زیاته شي.