د الوتکو جوړنې ستر نړيوال شرکت خپل ۱۵زره کارمندان له دندو شړي 

روهي (څلورنۍ/۱۱ د چنګاښ)، د ايربس په نوم اروپايی د الوتکو جوړونې نړيووال شرکت مسوولين ويلي دي چې د کرونا ويروس د خپرېدو پر بنسټ خپل ۱۵زره کارمندان له دندو ګوښه کوي. 

د ايربس ادارې ويلي دي چې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې به دغه ۱۵ زره کارمندان بعه يې بې دندو شي ايربس اوس مهال د امريکايي بوينګ الوتکو جوړونې شرکت مخکښ دی. 

د دغه شرکت عامل مدير ګیوم فوري رسنڼيو ته ويلي دي چې د ايربس شرکت له جوړښت بيا تر نن ورځې دوی له دومره لوی ستر صعنتي بحران سره نه وو مخ، څحومره چې اوس مهال د کرونا ويروس په خپرېدو ور سره مخ شوي دي. 

ايربس ادارې ويلي دي چې  د کرونا ويروس په خپرېدو سره يې عوايدو ۴۰ سلنه کمی کړی دی.