کلاميډيا Chlamydia د يوې بکتريا نوم دی. هغه ناروغي چې د کلاميډيا Chlamydia بکتريا د فعاليت پر اساس پيدا کيږي، ورته کلاميډيا Chlamydia وايي. دغه بکتريا په تناسلي غړو کې وي او د تناسلي سېسټم ناروغۍ منځ ته راوړي. له روغ کس څحخه ناروغ کس ته د کلاميډيا Chlamydia لېږد يا انتقال د ناخوندي جنسي اړيکو په وسليه کيږي.
د کلاميډيا Chlamydia نښې - نښانې:
ډېری کسانو کې د دغه ناروغۍ نښې نه ښکاري، خو هر کله چې کلاميډيا Chlamydia بکتريا پرمختللی تخريب پيل کړي نو بيا لاندې ستونزې د نښو په ډول را ښکاره کيږي.
- د رڼو متيازو پر وخت د تناسلي آلې درد؛ هم په سړيو او هم په نجونو کې؛
- نارينو کې له (ذکر) او ښځو کې (مهبل) يا له تناسلې آلو دننه ټيوبونو مايعات ځي؛
- که چېرې ميرمنې په دې بکتريا ککړې وي، نو له جنسي اړيکو وروسته يې له مهبل وينه ځي؛
- په نارينو کې خصيې يا testicles درد کوي او پړسيږي؛
درملنه:
دغه ناروغي ډېره شديده نه ده او ځيني وخت يې نښې هم نه ښکاري. په عادي انټي بيوټيک درملو سره يې درملنه کيږي. خو که چېرې کلاميډيا Chlamydia د تناسلي سېسټم د غړو دننه پرمختګ وکړي، نو بيا په کم وخت کې د وجود نورو غړو ته ځي او همدا ډول د تناسلي سېسټم غړي ټپي کوي، چې وروسته يې درملنه ستونزمنه کيږي. سپارښتنه دا ده چې د پورته نښو په منځ ته راتګ سره ډاکټر ته لاړ شئ او تر هغه چې جوړ شوي نه ياست، له جنسي نېږدې والي ډډه وکړئ.
د کلاميډيا Chlamydia مخنېوی:
هغه ډول جنسي اړيکې چې د اسلام په مبارک دين هم حرامې دي، د کلاميډيا Chlamydia د منځ ته راتګ ډېر سبب کېدای شي. د بېلګې په ډول د ميرمنې او يا هم د خاوند د تناسلي غړو سره د خولې تماس دغه بکتريا ته لار پرانېزي. له جنسي اړيکو وړاندې او وروسته د تناسلي غړو مېنځل کولی شي تر يو بريد د دغه ناروغۍ مخه ونېسي.
وروستي