ولسي جرګې کابل ښاروال د سپيناوي لپاره غوښتی وو؛ کابل ښاروال: د کابينې ناسته کې ګدون کوم او نه شم درتللی 

روهي (درې نۍ/۱۰ د چنګاښ)، د کرونا ويروس سره د مبارزه برخه کې د کابل ښاروالۍ له خوا د لګول شوې پيسو د سپيناوي په اړه ولسي جرګې کابل ښاروال محمد داوود سلطان زوی ورِوښتی وو خو نوموړي ګډون ونه کړ. 

داوود سلطان زوی د يو مکتوب له لارې ولسي جرګې ته ليکلي چې د کابينې په ناسته کې بايد برخه اخلي او نه شي کولی چې ولسي جرګې ته ورشي، نوموړي لېکلي چې د ولسي جرګې په نورو ناستو کې به برخه واخلي. 

د کابل ښاروال دغه ځواب د ولسي جرګې د يو شمېر غړو غوسه راپورته کړې او ويلي دي چې کابل ښاروال د کابينه غړی نه دی او  له ځانګړو ناستو پرته د کابينې په ناستو کې برخه نه اخلي. 

وکيلانو کابل ښاروالي د کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړي شوي پيسو په فساد تورنه کړې او ولسي جرګې ته د داود سلطانزوی نه ور تګ يې بهانه بللې.