روهي (دوه نۍ/۹ د چنګاښ)، تهران کې يوې محکمې د ايران د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلیماني د وژنې په تور د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ په شمول ۳۶ سياسي کسان متهم پېژندلي دي.
دغه محکمې له نړيوالو پوليسو غوښتي دي چې د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ دورې له پای ته رسېدو دې نوموړی محکمې ته کش کړي. د ولسمشر ټرمپ نوم د نوملړ په سر کې دی خو د يو شمېر نورو هېوادونو ۳۶ نور چارواکي هم د قاسم سليماني په وژل کېدو کې ککړ بلل شوي دي.
ولسمشر ټرمپ د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلیماني ترهګر بللی وو او امريکايي ځواکونو ته يې د نوموړي د وژل کېدو سپارښتنه کړې وه.
وروستي