ننګرهار کې د باچا خان کمپلکس به ژر ګټې اخيستنې ته وسپارل شي

روهي (دوه نۍ/۹ د چنګاښ)، د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د عدم تشدد سرلاري خان عبدالغفار خان د مزار له کمپلکس څخه د ليدنې پر مهال خوښي وښوده چې د جوړیدو چارې یې وروستۍ شوي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي د کمپلکس له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې پاتې چارې هم په معياري ډول تر سره کړي.

د ننګرهار والي په ورته وخت کې د اراضۍ رياست د اداري ودانۍ له چارو هم څارنه وکړه او مسئولينو ته يې د کارونو په ښه ډول پرمخ وړلو لارښوونه وکړه.

د ننګرهار والي په ختيځ زون کې د عملياتي واحد رئيس سيد عمران سادات څخه مننه وکړه، چې په دې ولايت کې د ګڼ شمېر لويو پروژو چارې په معياري او ګړندي ډول پیل کړي چې په ټاکلي وختونو سره ګټې اخیستنې ته هم سپارل کيږي.

د يادونې ده، چې د ننګرهار والي شاه محمود ميآخېل په راتګ سره په دې ولايت شاوخوا يولس سوه لويې او وړې پروژې تطبيق شوي، چې يو شمېر ګټې اخيستنې ته سپارل شوي او د ګڼ شمېر نورو چارې به ډېر ژر نهايي شي.