محقق او خليلي ته د زرداد فريادی خبرداری: کوچيانو سره کار مه لرئ ګني باميان به هم له لاسه ورکړئ 

روهي (دوه نۍ/۹ د چنګاښ)، د افغانستان د اسلامي ګوند يا حزب اسلامي افغانستان پخواني قومندان زرداد کوچي، هزاره مشرانو ته خبرداری ورکړی دی، چې  وردګ ميدان ولايت کې د کوچيانو پر وړاندې له جګړې او تاوتريخوالي لاس پر سر شي. 

نوموړي د محمد محقق او محمد کريم خليلي په شمول هزاره جنګي قومندانانو لکه علپور او شجاعي ته خبرداری ورکړی دی چې وردګ ميدان ولايت کې د کوچيانو پر وړاندې د دوی پارونکې کړنې به لامل شي، چې مونږ هم سنګر ته شو او دوی به باميان هم له لاسه ورکړي. 

له تېرو څو اوونيو د وردګ ميدان په جلريز ولسوالۍ کې د هزاره ګانو او کوچيانو ترمنځ تاوتريخوالی ډېر شوی دی چې ترمنځ يې نښته هم شوې ده. 

ولسي جرګه کې د هزاره استازی حسين ناصري هم وردګ ميدان ته تللی او هلته يې د کوچيانو پر وړاندې جګړه کې برخه اخېستې ده. ولسي جرګه کې نور هزاره استازي بيا کوچيان طالبان يادوي او زياتوي چې د دوی جګړه د طالبانو پر وړاندې ده. 

ولسي جرګې هم سيمې ته يو پلاوی لېږلی دی. طالبانو د هزاره مشرانو هغه ادعاوې چې کوچيان د طالبانو په ملاتړ جګړه کوي رد کړې دي.