کابل: ۷ وسله والو غلو هټۍ وال او ګارډ ووژلو او درې کېلو سره زر يې غلا کړل 

روهي (دوه نۍ/۹ د چنګاښ)، تېره ورځ سهار مهال اوو وسله والو غلو د کابل ښار په لوېدېځه برخه، برچي دښته نومي سيمه کې د زرګرۍ يوه هټۍ لوټ کړه؛ ګارډ او ساتونکی يې په ډزو ووژل. 

د هتۍ څښتن  حاجي میر افغان نومېده چې د سهار پر مهال يې هټۍ خلاصوه نو وسله وال غله يې دوکان ته دننه شول،  حاجي میر افغان لومړی ټپی او بيا ووژلو. وسله وال غله چې شمېر يې اووه کسان وو درې کيلو ګرامه سره زر يې وړي دي. 

د  حاجي میر افغان زوی وايي چې دی د هټۍ په يوې برخې کې پټ شو او غلو ټولو شخصي جامې لرې. ياده سيمه کې د سرو زرو هټۍ وال وايي چې له پېښې وروسته دوی د پوليسو شپږمې حوزې ته ورغلل خو پوليسو هېڅ ونه شو کړی. 

په دې وروستيو کې کابل ښار کې يو ځل بيا جنايي پېښې ډېرې شوې دي چې د خلکو ورځنی ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی. که څه هم امنيتي ادارې او پوليس د پېښو د مخنيوي او پر وړاندې يې د مبارزې وايي، خو لا هم د کابل ولايت په بيلا بيلو برخو کې د جنايي جرمونو خبرونه رسنيز کيږي.