وردګ ميدان ولايت کې د طالبانو تر واکو سيمو کې لسګونه ښوونځي چې د کرونا ويروس له امله تړل شوي وو بيرته پرانیستل شول 

روهي (دوه نۍ/۹ د چنګاښ)، د وردګو ميدان ولايت د جغتو ولسوالۍ په شمول يو شمېر نورو سيمو کې ځايي خلکو رسنيو ته ويلي  دي چې هغه سيمې چې طالبان پرې والکه لري، ښوونځي بېرته پرانېستل شوي دي. 

د بي بي سي ته د وردګو ميدان ولايت د پوهنې رياست يوې سرچينې د نوم د نه ښوودلو په شرط د دغه موضوع تائيد کړی دی. د خلکو په وینا، طالبانو ګواښ کړی چې د غیر حاضري په صورت کې هم ښوونکي او هم زده کوونکي ته سزا ورکول کېږي.

ويل کيږي چې له تېرې يوې اوونۍ دغه ښوونځي بيا شروع شوي دي او هر ورځ په ګڼ شمېر ماشومان په عادي ډول ښوونځيو ته  ځي. د هېواد پوهنې وزارت تر اوسه په دې اړه مالومات نه دي ورکړي. 

د يادونې ده چې د میدان وردګو ولایت ویاند محب الله شریفزي له بي بي سي سره په خبرو کې د ښوونځيو د بیا پرانیستلو خبره رد کړه.