نيويارک ټايمز: د روسيې استخباراتو طالبانو ته پيسې منلې وې چې افغانستان کې امريکايي پوځيان ووژني 

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپلې يوې تازه مقالې کې لېکلي دي چې د روسيې استخباراتي کړيو افغانستان کې طالب جنګياليو ته پيسې منلې وي ترڅو دغه هېواد کې امريکايي پوځيان په نښه او ووژني. امريکايي استخباراتي سرچينو دغه مالوماتو رسنيو ته ورکړي دي. 

د امريکا استخباراتي سرچينو ويلي دي چې په لنډ ډول يې دغه راپور په تېر مارچ مياشت کې د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ او د دغه هېواد ملي امنيت شورا ته هم وړاندې کړی وو. 

د نيويارک ټايمز په دغه راپور کې ويل شوي دي چې په تېر ۲۰۱۹ز کال کې شل امريکايي سرتيري په افغانستان کې ووژل شول، خو دا څرګنده نه ده چې له يادو سرتيرو کوم يې د روسيې له خوا د جوړ شوي پلان په ترڅ کې وژل شوي او کوم سرتيري د افغانستان په روانه ۱۹ کلنه جګړه کې. 

د روسيې د ولسمشر ولادميير پوتين رسنيز مسوول دیمیتري پسکو ويلي دي چې تر اوسه مسکو په دې اړه رسمي خبر نه لري او که چېرې څوګ پر دوی دغه تور پوري کوي، نو کرملېن تيار دی چې په اړه يې ځواب ووايي. 

نيويارک ټايمز د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له خولې لېکلي دي چې طالبان له کالونو د امريکا پر وړاندې جګړه کوي او جګړه يې په خپل اختيار کې ده. ذبيح الله مجاهد د ياد راپور د رد ترڅنګ ويلي دي، دا ډول راپورونه د طالبانو د بدنامۍ لپاره کيږي. نوموړي روسيې په ډول د بل هر هېواد  استخباراتي ډول سره د طالبانو اړيکو درلودل رد کړي دي. 

د امريکا متحدو ايالتو د اسختباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې)، بهرنيو چارو وزارت او دفاع وزارت د روسيې استخباراتو له خوا افغانستان کې د امريکايي سرتيرو د وژلو پلان په اړه تر اوسه رسمي مالومات نه دي ورکړي.