
روهي (نۍ/۷ د چنګاښ)، يو شمېر امريکايي رسنيو د امريکايي چاراکو له خولې لېکلي دي، چې د ولسمشر ټرمپ حکومت دغه پرېکړې ته نېږدې شوی دی، چې په راتلونکې مني کې له افغانستانه ۴زره پوځيان وباسي.
سي اېن اېن تلويزيون دغه مالومات د دوه امريکايي چارواکو له خولې لېکلي دي. که چېرې امريکا دغه پوځيان وباسي، نو افغانستان کې به د امريکايي پوځيانو شمېر څه د پاسه ۴زرو ته ورسيږي.
سي اېن اېن ويلي دي چې تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې خو ټېنګار په دې دی چې د ټرمپ حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځيانو کمولو پلان لري.