روهي (جمعه/۶ د چنګاښ)، د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا ويروس د جوړېدو په اړه ناهيلي ښوودلې ده. د دغه سازمان مشر ټیډروس غیبریسوس وايي چې هڅې روانې دي خو دوی ډاډمن نه دي.
ټیډروس غیبریسوس ويلي دي چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره د واکسين جوړېدل ښايي له يو کال ډېر وخت ونېسي او که چېرې جوړ هم شي نو ټولو خلکو ته رسول به يې ستونزمن وي.
نوموړي د اروپايي ټولنې پارلمان روغتيايي کمېټې ته په ويډيويي کنفرانس کې ويلي، ''یقیناً دا به ډېره ګرانه وي، چې په باور سره ووایو چې موږ به یو واکیسن ولرو. موږ د کورونا وېروس لپاره واکسین نه درلودل، نو دا به لومړی هغه وي، هیله ده چې وموندل شي. په نړۍ کې دا مهال نژدې ۱۰۰ ځایه د واکسین چمتو کولو لپاره تجربې کېږي. ''
کرونا ويروس اوس مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې نېږدې لس مېلېونه کسان نېولي دي خو تر اوسه د دغه ويروس لپاره د واکسين او درملو په جوړېدو څوګ نه دي بريالي شوي.
وروستي