اوس پر نيوکې کيږي؛ عمران خان  اسامه بن لادن‌ ته شهيد ويلي

روهي (جمعه/۶  د چنګاښ)، د د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره ورځ خپل پارلمان ته د وينا پر مهال د القاعده شبکې د پخواني مشر  اسامه بن لادن‌ په اړه خبرې کولې او هغه يې شهيد بللی. 

عمران خان ويلي، کله چې د امریکا ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۱ م کال په خېبر پښتونخوا ایالت کې بن لادن وویشت، "هغه‌یې شهید کړ."

اسامه بن لادن ته د شهيد کلمې په کارولو پر لومړي وزير عمران ختم سختې نيوکې شوې دي. پر ټولنيزو رسنيو او همدا ډول د پاکستان دننه اپوزېسيون پر عمران خان نيوکې کړي، چې د يو ترهګر او شهيد توپير نه شي کولی. 

د پاکستان د دفاع او بهرنیو چارو پخواني وزیر خواجه اصف په پارلمان کې د عمران خان پر څرګندونو په غبرګون کې وویل چې بن لادن ترورېست و، خو زموږ صدراعظم شهید وباله.