حکومت او طالبان سره په کې جګړې کوي؛ د کابل - لوګر لويې لارې نوم (مرګونې لار) شوی 

روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، هغه لار چې خوست، پکتيا، لوګر او ځيني وخت پکتيکا ولايت له پلازمينې کابل سره نښلوي؛ د کابل - لوګر لويه لار اوس مهال ډېرۍ د ناامنۍ پېښې لري. 

په دې لاره تلونکې مسافر وايي چې طالبان پر پوخ سړک تلاشۍ کوي، د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کيږي او طالبان د امنيتي ځواکونو پوستې په نښه او ټانکونه يې سوځوي. 

د لوګر اوسېدونکي او د کابل - لوګر لويې لارې مسافر وايي چې د ډېرو ناامنيو له امله اوس خلک دغه لارې ته مرګونې لار وايي، د جګړې له امله پرې تګ - راتګ د اندېښنې وړ دی او ډېری وخت پرې نښتې رامنځ ته کيږي. 

د لوګر ولايتي اداره هم دا مني چې  په دې وروستيو کې د کابل - لوګر لويه لار ناامنه شوې ده. د لوګر د والي وياند وايي چې لايتي مسوولين او په ځانګړي ډول لوګر والي په دې اړه له کورنيو چارو وزارت سره غږېدلی او د لارې  د امنيت لپاره به ژر تياري ونېول شي. 

که څه لوګر ولايت کې د طالبانو نفوذ ډېری دی او ډېری سيمې يې ناامنه او د جګړې شاهدې وي، خو په وروستيو کې د ګابل - لوګر لويې لار د ناامنه کېدو په اړه ډېر شکايتونه پورته شوي. دغهه لار نه يوازې د کابل - لوګر ترمنځ غځېدلې ده، بلکې خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونه هم له پلازمينې کابل سره تړي.