کاپيسا کې ناڅرګنده وسله والو يو قاضي په ډزو ووژلو؛ پوليس: بريدګر تښتېدلي او پلټنه يې کوو

روهي (درې نۍ/۳ د چنګاښ)، د کاپيسا ولايتي مسوولين وايي چې نن سهار د دغه ولايت د استيناف محکمې قاضي احمدشاه د ناڅرګنده وسله والو له خوا وژل شوی. 

د کاپيسا پوليسو رسنيو ته ويلي دي چې بريدګر له پېښې وروسته له سيمې تښتېدلي دي او هڅې روانې دي چې  ونېول شي. قاضي احمدشاه له خپل کوره د دندې پر لور روان وو. 

د يادونې ده چې تېره ورځ د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې هم د لويې څارنوالۍ پنځه کارمندان په يو وسله وال بريد کې ووژل شول او بريد کونکي تښتېدلي.