درې پاکستاني کرېکټ لوبغاړي په کرونا ويروس ککړ شوی 

روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، د پاکستان کرېکټ بورډ نن ورځ تائيد کړې ده چې  درې پاکستاني لوبغاړي؛ حیدر علي، هریس روف او شاداب خان معاينه شوې او په کرونا ويروس ککړ دي. 

د پاکستان کرېکټ بورډ ويلي  دي چې دغه لوبغاړو کې د کرونا ويروس نښې نه وې راڅرګندې شوې، خو انکلستان د سفر په پار يې معاينه شوې او پايلې مثبت راغلې دي. 

د پاکستان کرېکټ بورډ حیدر علي، هریس روف او شاداب خان انګلستان ته له سفر کولو راګرځولي دي او په کور د پاتې کېدو سپارښتنه يې ورته کړې ده.

له دې وړاندې پخوانی پاکستاني کرېکټ لوبغاړی شاهد افريدي په کرونا ويروس ککړ شوی وو.