ولسمشر غني: موږ د کرونا ویروس د خپرېدو له وجې د فلاکت په مرحله کې یوو

روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د کابینې په غونډه کې پخپلو مقدماتي خبرو کې پر یادې موضوع او ځینو نورو عمده مسایلو خبرې وکړې وې ویل، له طالبانو څخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د بندیانو خلاصون، د طالب بندیانو د تبادلې لپاره د پرمختګ عمده شرایطو څخه دی.

ولسمشر غني د کرونا ويروس په اړه ويلي، "موږ د کرونا ویروس د خپرېدو له وجې د فلاکت په مرحله کې یوو او دا له هغې سره په مبارزه کې تر ټولو سخته مرحله ده او په ډېرې خواشینۍ چې په دې مرحله کې هم د دولتي چارواکو په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال د دې ناروغۍ له امله وفات شول چې د حکومت په استازیتوب د هغوی کورنیو ته د خپل تسلیت او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوم. هیوادوالو ته زما پیغام دا دی چې روغتیایي لارښوونې عملي کړي او حکومت هم پخپل وار له دې پدیدې سره د اغېزناکې مبارزې لپاره له خپلو شته ټولو امکاناتو څخه استفاده کوي."

محمد اشرف غني د طالبانو د بريدونو په اړه ويلي دي، "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکیانو پر وړاندې د طالبانو له لوري وروستي تروریستي بریدونه او د تاوتریخوالي دوام غندي او سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف یې بولي او تمه لري چې دغه تروریستي بریدونه ژر پایته ورسېږي."

افغان ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې د رسينو قانون د تعديل طرحې  په اړه ويلي دي چې  ولسي جرګې ته دې نه لېږل کيږي او د ولسمشر دويم  مرستيال تر نظر لاندې د هیواد د رسنیو ټولنې سره په مشوره لا ډېره دقیقه شي.

د پيسو نړيوال صندوق څخه د پيسو اخېستو په اړه ولسمشر غني ويلي، "د افغانستان لپاره د دې بنسټ مرستې د پروژو د لګښت لپاره نه دي، بلکې د افغانستان د بودجې د ثبات لپاره دي. دغه مقدار پیسې احتیاطي دي او هغه مهال چې د افغانستان دولت مالي ستونزو سره مخ کېږي، دغه مرستې به په احتیاطي پیسو کې موجودې وي."