طالبانو لوګر، ننګرهار او نورستان کې د افغان حکومت ۱۴ بنديان خوشي کړي 

روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپلې توېټر پاڼې لېکلي دي چې د افغان حکومت ۱۴ زندانيان يې Fه لوګر، ننګرهار او نورستان ولايتونو کې ازاد کړي دي. 

نوموړي پر ټوېټر لېکلي، "‏نن یو ځل بیا په لوګر، ننګرهار او نورستان کې د اسلامي امارت له محابسو څخه د کابل ادارې ١٤ تنه عسکر او پولیس خوشي شول او د کومک په ورکولو سره خپلو کورنیو ته واستول شول."

طالبان وايي چې څو ځلې يې په بيلا بېلو ولايتونو کې د افغان حکومت  زندانيان ازاد کړي دي چې ټول شمېر يې ۵۸۷ تنو ته رسيږي، خو بيا افغان حکومت ياد شمېر کم ښيي. 

افغان حکومت هم تر اوسه ۳زره طالب بنديان د ولسمشر محمد اشرف غني  د فرمان پر بنسټ ازاد کړي دي.