په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاینز له ملا غني برادر سره کتلي

روهي (يوه نۍ/۱ د چنګاښ)، کابل کې د يو يوناما دفتر پر ټوېټر پاڼې لېکل شوي دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو انګړې استازې ډېبورا لاینز، د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو مرستیال او د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي. 

د يوناما په خپرپاڼه کې ويل شوي دي چې ل طالبانو لوړپوړي چارواکي سره دغه لېدنه صميمانه او لومړنۍ لېدنه وه. ميرمن ډېبورا لاینز له ملا غني برادر سره په دې لېدنه کې پر يوې هر-اړخيزې سولې خبرې کړې دي. 

دا لېدنه په داسې وخت کې شوې ده چې د ملګرو ملتونو د وسله والو پېښو د څار څانګې په خپل تازه راپور کې ويلي دي چې وسله والو طالبانو په تېرو ۴ مياشتو کې پر روغتيايي مرکزونو اته قضدي بريدونه کړي دي. 

د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پيل په بهير کې قطر کې د طالب سياسي مشرانو سره د ځينو هېوادونو او نړيوال سازمانانو د استازو کتنې زياتې شوې دي. له دې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان  ځانګړي استازي محمد صادق خان هم له ملا غني برادر سره کتلي وو.