پخوانی فلمي اداکارا او اوسنی تبليغي (حمزہ علي عباسي): ما ټول بښلي ياست او ما وبښئ 

روهي (نۍ/۳۱ د غبرګولي)، د حمزہ علي عباسي په نوم د پاکستان فلمي صنعت پخواني لوبغاړي پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي، چې دی له ټولو هغه خلکو بښنه غواړي چې  په تېر کې ورڅخه خپه شوي دي. نوموړي له خلکو هم غوښتي دي چې ده ته بښنه وکړي. 

حمزہ علي عباسي لېکلي، "زه له ټولو هغو خلکو چې په تېر کې يې زما د خبرو او کړنو له امله زړه مات شوي او له ما څخه خپه شوي وي، بښنه غواړم. زه تاسې ته سوال کوم چې ما وبښئ. زما معذورت غواړم."

حمزہ علي عباسي تېر کال اعلان وکړ چې نور يې فلمي او هنري ډګرونه خوشي کړي دي او خپل ټول ژوند به د اسلام سپيڅلي دين په تبيلغ کې لګوي. حمزہ علي عباسي ويلي چې له دې وروسته به يې هره وېډيو هم د اسلام د مبارک دين په اړه وي. 

په اسلامي هېوادونو کې له دې وړاندې هم دسېنما او هنر د برخې يو شمېر مشهورو څېرو خپل فن خوشی کړی او د ژوند پاتې برخه يې د اسلام مبارک دين تبليغ او چوپړ ته ځانګړې کړي.