فېسبوک د ولسمشر ټرمپ هغه پوسټ لېرې کړ، چې د هټلر د وخت د نازي جرمني نښه ور سره وه 

روهي (نۍ/۳۱ د غبرګولي)، د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ يو فېسبوکي پوسټ چې د ودلف هټلر د وخت د نازي جرمني نښه ور سره وه، ډېلېټ کړی دی. ياده نښه د نازي جرمني پر وخت سياسي بنديانو ته کارول کېدله. 

د فېسبوک مسوولينو د ټرمپ د ټاکنيز پوسټ د لېرې کولو پ اړه ويلي دي چې زمونږ د پالېسۍ اړوند هغه لېکنې او انځورنه لېرې کوو، چې نفرت، کرکې او ځورونې پيغام په کې پروت وي. 

ودلف هټلر او د نوموړي ګوند د يهودانو ضد سياست درلود او اوس مهال کې د ولسمشر ټرمپ سياست او په ځانګړي ډول د نوموړي شخصيت د نژادپالنې سياست بلل کيږي.