روهي (نۍ/۳۱ د غبرګولي)و تېره شپه طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو د هلمند ولايت په نهر سراج او ګرشک ولسواليو کې سره نښتې کړې، چې مرګ - ژوبلې يې رامنځ ته کړې ده.
نهر سراج ولسوالۍ کې طالبانو سره نښته کې د ۲۰۵ ميوند قول اردو د څلورمې لوا د ارکان رئيس محمدظاهر توربای او په ګرشک ولسوالۍ کې د پولې پوليسو د درېيم کنډک قومندان محمدجان خپلواک له درېيو نورو پوليسو سره وژل شوی دی.
د هلمند ولايتي مسوولين د پورته پېښو د پخلي ترڅنګ وايي چې څلور طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!
تبصرې
تبصرې نشته