د کرونا ويروس په اړه يوه بله هيله هم ناهيلې شوه؛ يوه ميرمن د ۴ مياشتو دننه دوه ځلې په کرونا ويروس ککړه شوې 

روهي (جمعه/۳۰ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو تګزاس ايالت په دالاس ښار کې، مریدیت مک کي نومي يوه ميرمن د څلورو مياشتو دننه دوه ځلې په کرونا ويروس ککړه شوې ده. لومړی ځل مریدیت مک کي په فېبروري مياشت کې په کرونا ويروس اخته شوې وه چې وروسته يې بيا پايله منفي شوه. 

تازه تېروه اوونۍ نوموړې ميرمنې بيا د کرونا ويروس نښې درلودې او په دالاس کې روغتون ته تګ وروسته يې معاينه وشوه چې د کرونا ويروس ټېسټ  يې مثبت وو. نوموړې ويلي دي چې د تېر په څېر وچی ټوخی، تبه، د وجود درد او د کرونا ويروس او يو شمېر نورې نښې لري. 

ډاکټرانو ويلي دي چې د دويم ځل لپاره په کرونا ويروس ککړېدل په دې مانا دي چې کوېډ-۱۹ د يو اوږد وخت  لپاره په وجود کې پاتې کيږي. ډاکټران وايي چې هغه هيله چې د کرونا ويروس څه جوړ شوی کس په وجود کې د شپږو مياشتو لپاره انټي باډي جوړيږي، ناهيلې شوې ده. په ډالاس روغتون کې ډاکټران وايي چې ښايي د دويم ځل لپاره په کرونا ويروس د يو کس ککړېدل، بل کس ته د لېږد وړ نه وي، خو پرې ډاډمن نه دي. 

ډاکټران اوس دا مني چې يو کس له کرونا ويروس جوړيږي خو شونتيا شته چې بيا ځلې پرې اخته شي او دا په دې مانا ده چې کرونا ويروس د ځيني کسانو په وجود کې د يو اوږد وخت لپاره پاتې کيږي. په لنډ وخت کې د  دويم ځل لپاره په کرونا ويروس د ککړېدو شونيتا ډېره کمه وي. 

د نيومن په نوم يو بل ډاکټر رسنيو ته ويلي دي چې د کرونا ويروس ناروغان ژر او د ويروس د يو شمېر نښو سره - سره له روغتون رخصت کيږي او ښايي چې دا لامل وي چې ويروس بيا ځلې راڅرګند شي.

له دې وړاندې داسې ويل کېدل چې د کرونا ويروس ناروغ  چې يو ځل جوړ شي نو په وجود کې يې انټي باډي جوړيږي او تر ډېره پر بيا ويروس نه راځي.