ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله، حامدکرزي، طالبانو او د ډاکټر نجيب الله کورنۍ د (نعيم کوچي) پر مړينې خواشيني ښوودلې؛ نيعم کوچی څوګ دی؟ 

روهي (جمعه/۳۰ د غبرګولي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجيب الله کورنۍ، پخواني ولسمشر حامد کرزي او طالبانو د احمدزيو او کوچيانو قومونو د قومي مشر حاجي محمد نعيم کوچي پر مړينې خواشېنۍ ښوودلې او تسليت يې وړاندې کړی دی. 

د ولسمشر ماڼۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د لوی پکتیا، د احمدزیو د معزز قوم او کوچیانو دروند مشر حاجي محمدنعیم خان کوچی د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو. 
انا لله و انا الیه راجعون


حاجي نعیم خان کوچي د یووالي، ورورولۍ،  د یو بل د منلو او زغملو، جرګو، مرکو او سوله ییز ژوند د اسلامي او انساني ارزښتونو د ساتنې او پالنې مهارتونه عملا له خپلې درنې کورنۍ، مشرانو او چاپیریال څخه زده کړل.  

نوموړي د خپلې دغې ارزښتناکې پوهې له برکته د ولسونو خپلمنځي ستونزې د جرګو او مرکو له لارې هوارې کړې. د دوی شخړې او دښمنۍ یې په دوستۍ او ورورۍ بدلې کړې او تل به یې ولسونو ته د سوله ییز ژوند سپارښتنې کولې.  

افغانستان په دغه حساس پړاوو کې په اساسي توګه پر هیواد د تحمیل شوي جنګ د پایته رسېدو، د تلپاتې او باعزته سولې د تامین او د هیوادوالو د هوساینې او سوکالۍ لپاره د حاجي نعیم خان کوچي په څېر د جرګو،  مرکو او خواخوږو مشرانو هراړخیزې پوهې او ذکاوت ته تر بل هر وخت لا ډېره اړتیا لري، د نوموړي مړینه یوه لویه ضایعه ده. 

د مرحوم حاجي محمدنعیم خان کوچي درنې کورنۍ، دوستانو او ټولو هیوادوالوخصوصا د لویې پکتیا، احمدزیو قوم او کوچیانو مشرانو او ولسونو ته د نوموړي د وفات له امله خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوم او د خدای تعالی په دربار کې مرحوم ته د فردوس جنت هیله کوم.
محمد اشرف غني
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت رئیس
"

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم، چې د احمدزیو د ویاړلي قوم مشر او د هېواد نومیالی جهادي شخصیت الحاج نعیم کوچی د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی.
انا لله و انا الیه راجعون!


الحاج نعیم کوچی د جرګو او مرکو سړی، په خلکو او هېواد مین خیرغوښتونکی شخصیت و. په مړینه یې خواشینی یم او ضایعه یې بولم.

له پاک رب نه ارواښاد ته د جنت فردوس دعا کوم. د خپلې خواږۍ مراتب د ولسي جرګې غړي الحاج حیدرجان نعیم کوچي، د ارواښاد کورنۍ او د احمدزیو قدرمن قوم ته وړاندې کوم. له پاک رب نه ورته د جمیل صبر دعا کوم."

همدا ډول پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د محمد نعيم کوچي پر مړينې خواشيني ښوودلې ده "په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هېواد ډېر معزز قومي مشر الحاج محمد نعیم خان کوچي له نړۍ سترگې پټې کړې.
انا لله و انا الیه راجعون


ارواښاد محمد نعیم خان کوچی قومي مشر او مخور، د ملي فکر خاوند او وطندوسته شخصیت و چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت او د افغانستان د خلکو ترمنځ د اتحاد او اتفاق د تقویت لپاره یې بې سارې هلې ځلې کړي. نوموړي د اقوامو، قبایلو او سرحداتو وزارت د معین او د سولې د عالي شورا د غړي په توګه دنده تر سره کړې چې خدمتونه یې در قدر وړ دي. د ده مړینه یوه لویه ضایعه ده.

د ارواښاد محمد نعیم خان کوچي له کورنۍ سره ځان په دې ستر غم کې شریک بولم، د خپلې ژورې خواشینې او ډاډگیرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او د لوی خدای(ج) له درباره متوفی ته د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوم." 

وسله والو طالبانو هم پر خپلې وېب پاڼې (جهاد غږ) د تسليت پيغام خپور کړی، "په خواشنیۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد جهادي شخصیت الحاج محمدنعیم کوچی د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شو.

مرحوم الحاج محمدنعیم کوچی د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت په وخت کې په مختلفو مهمو پوستونو دنده اجراکړي، په جهادي صفوفو کې يې ډيرې قربانۍ ورکړي او ستړې يې ګاللې، همدا ډول د امریکايي اشغال په ابتدا کې د ګوانتانامو بدنام زندان سختۍ هم تیرې کړي وي.

اسلامي امارت د نوموړي د وفات په اړه خپله خواشیني څرګندوي، له الله تعالی څخه نوموړي ته د جنت الفردوس دعا کوي، کورنۍ او متعلقینوته يې د جمیل صبر او جزيل اجر غوښتنه کوي."


د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجيب کورنۍ هم د محمد نعيم کوچي مړينه يوه ستر ضايع بللې ده، "په خواشینۍ سره مې خبرترلاسه کړ چې دهیواد نومیالی اومخورملي مشرالحاج محمد نعیم خان کوچی له دې فاني نړۍ څخه دابدیت کورته وکوچید.  انا الله وانا الیه راجعون

د حاجي صيب مړینه نه یوازې دده د کورنۍ بلکې د ګران افغانستان او زموږ ټولو له پاره یوه لویه اونه جبرانیدونکې ضایعه وه.

د ارواښاد شهید ډاکترنجیب الله د کورنۍ او بچیانوپه استازیتوب، د لوی او بښونکي الله له درباره ارواښاد حاجي صيب ته د جنتونو هیله کوم او کورنۍ ته یې د زړه له کومي تسلیت وړاندې کوم.
په غم کې مو شریک یو.
د ارواښاد شهید نجیب الله د کورنۍ په استازیتوب" 

محمد نعيم کوچی چې د شوريانو پر وړاندې جګړه کې برخه درلوده او نامتو جهادي قومندان پاتې شوی وو. نوموړي همدا ډول د طالبانو د امارت پر مهال فعال او دندې تر سره کړې وې. 

د همدا کرزي په مشرۍ او د امريکا په ملاتړ افغانستان کې د نوې ادارې په منځ ته راتګ سره، نعيم کوچی له دولت سره يو ځای شو خو په ۲۰۰۳ز کال کې ونېول شو. يو څه وخت يې په بګرام زندان کې تېر کړ او وروسته ګوانتانامو زندان ته يوړل شو. 

محمد نعيم کوچی اوس مهال قومي مخور وو، چې د احمدزيو او کوچيانو ترمنځ يې ژور اغېز درلود. نوموړی د ورپېښې ناروغۍ له امله دوه ورځې وړاندې ومړ.