روغتيا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۳۴۶ پېښې ثبت شوې، ۲ تنه مړه او ۳۰۲ رغېدلي دي 

روهي (جمعه/۳۰ د غبرګولي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴۶ مثبتې پېښې ثبثت شوې دي او دې سره د ټولو ثبت شوې پېښو شمېر ۲۷۸۷۸ ته ورسېد. 

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي، په داسې حال کې چې تېره ورځ د کرونا ويروس څخه د مړه شوي کسانو شمېر ۴۲ وو. 

تر اوسه ټول هېواد کې ۵۴۸ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي او ۷۹۶۲ کسان رغېدلي دي. د تېرو ۲۴ ساعتونو تر ټولو ډېرې پېښې، چې ۲۳۱ کيږي په پلازمېنه کابل کې ثبت شوې دي. 

که څه هم کرونا ويروس افغانستان کې د وړاندې تګ په حال کې دی، خو قرنطين په ډېرۍ برخو کې مات شوی دی او ښارونه د خلکو له ګڼې - ګوڼې ډک دي.