روهي (پنځه نۍ/۲۹ د غبرګولي)، د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي چې پاکستان به هېڅکله هم د اسرائيلو رژيم په رسميت ونه پېژني. نوموړي هغه خبرې رد کړې دي، چې د پاکستان حکومت د اسرائيلو رژيم په رسميت د پېژندلو پلان لري.
نوموړي ويلي، "زه غواړم دا په څرګنده ووايم، چې هغه ګنګوسې چې د پاکستان حکومت د اسرائيلو رژيم په رسميت پېژني، بې بنسټه خبرې دي او هېڅ حقيقت نه لري."
که څه هم پاکستان او اسرائيل يو او بل په رسميت نه پېژني، خو له ډېرو تېرو کالونو دغه دوه هېوادونه له يو بل سره سياسي، اقتصادي او پوځي اړيکې پايلي. د پاکستان او اسرئيلو غېر رسمي اړيکو دا اندېښنې هم راپورته کړې چې ښايي پاکستان د اسرائيلو رژيم په رسميت وپېژني.
وروستي