سریزه
دا لیکنه د قرآن کریم د اعجاز په هکله د شیخ ډاکټریاسر قاضي د هغې ویدیو له مخې چې په ناروې هېواد کې یې د مسلمانانو و غونډې ته د لکچر په وخت تیاره شوې ده. د قرآن اعجاز ورځ تر بلې راڅرګندیږي او په هره ساحه کې یې پوهان حیران کړي دي. دلته یې یوازې یو څو تشریح کېږي.
الحمد لله رب العالمین و الصلاه والسلام علی نبی نا و علی اله و اصحابه اجمعین، اما بعد.
د نن ورځې بحث په داسې یوه موضوع دی چې موږ هر یوه اورېدلې ده. موږ ټول پوهېږو چې قرآن هغه ابدي معجزه ده چې د الله تعالی له طرفه زموږ پیامبر علیه السلام ته ورکړل شوې ده خو زموږ کم خلک ورباندې پوهېږي چې ولې او څنګه قرآن معجزه ده. کله چې څوک د اسلام د رښتینولۍ په هکله ران پوښتنه وکړي، موږ ټول وایو چې وګوره قرآن د دې خبرې لپاره یوه معجزه ده. خو که څوک رانه پوښتنه وکړي چې څه شی له قرانه معجزه جوړوي؟ نو نن به زه په یوه لنډ لکچر کې په دې موضوع خبرې وکړم.
د الله تعالی دا روښ دی چې خپل هر پیغمبر ته یې معجزې ورکړې تر څو خلک ورباندې باور وکړي او هېڅ یو هم بې معجزو نه دی لېږل شوی. نه یوازې یې معجزه ورکړې بلکه داسې معجزې یې ورکړې دي چې د هغه پیامبر خلکو ته هغه مسله مهمه وي او ورباندې پوه شي او ورته مهمه وي.
د موسی علیه السلام معجزو ته وګورئ. د مصر خلک په سحر او جادو کې زیات ماهر شوی وو، دوی له جنیاتو سره د اړیکو له مخې تر طبیعي پېښو ور اخوا ټریکونه، د سترګو تېر ایستل، او ورته نور کارونه کول، ځکه تور سحر بل څه نه دي بلکه د جنیاتو په مرسته ځینې غیر عادي کارونه کول او خلک یې تېر ایستل. لکه د فرعون د دربار ساحرانو به خپلې لکڼې په ځمکه واچولې او په خوځښت به راتلې لکه په قرآن عظیم الشان کې الله تعالی فرمايي: «يُخَيِّلُ اِلَيْهِ مِنْ سِحْرِ هِمْاَنَّها تَسْعى» نو الله تعالی موسی علیه السلام ته هم د ورته کتګورۍ څخه داسې معجزې ورکړې چې ورته غیر عادي کارونه یې کول خو دا ټریکونه نه وو بلکه حقیقت وو. نو الله تعالی موسی علیه السلام ته داسې معجزه ورکړه چې لکڼه به یې مار کېدله او د هغوی لکڼې به یې خوړلې. نو د فرعون د دربار ساحران چې ماهران وو پوه شول چې دا سحر نه بلکه رښتیا هم موسی علیه السلام رښتینی پیغمبر دی او تولو ایمان راوړ او ویې ویل: « قالوا امنا برب موس و هارون.» خو لکه د قدرت د نیشې نور لیونیان فرعون او درباریانو یې ایمان نه راوړ.
همدارنګه، که د عیسی علیه السلام معجزو ته وګورو راته څرګندېږي چې رومیان چې هغه وخت مسلط قوت وو په سیمه کې ځانونه یې د طبابت، تشخیص، دوا جوړولو او روغتیايي مسلو د ستر هنر خاوندان بلل او ویل یې چې د دوی ډاکټران تر ټولو غوره او ماهر دي، نو عیسی علیه السلام ته هم الله تعالی د خپل سنت له مخې په ورته کتګورۍ کې معجزې ورکړې.
تر ټولو زیات مهم هغه یې بېله پلاره، له باکرې موره پیدا کړ، کله چې خلکو ته د هغه د مور مریم په هکله شکونه پیدا شول چې دا ښځه چې واده یې نه دی کړئ نو ماشوم یې له کومه پیدا کړ نو عیسیی علیه السلام د مور په بغل کې په خبرو پیل وکړ او د خپلې مور پاکي یې بیان کړه او د خبل نبوت خبر یې ورکړ. نو دا تر تصور د خلکو لوړ کار او معجزې وې تر څو خلک ورباندې قانع شی. همدارنګه، عیسی علیه السام له لمړی سره یې له موره زېږېدلی ړانده بینا کول، له قبره یې مړي راپورته او ژوندي کول او هیڅ دوا او ډاکټر دا کار تر نن زمانې که هر څومره طبابت پرمخ تللی دی بیا هم دا کار نه شي کولی. نو عیسی علیه السلام دا معجزې د الله تعالی په مرسته چې دی یې د پیامبر په توګه استولی و، وښودې تر څو خلک ورباندې قانع کړي چې هغه د الله تعالی له خوا لېږل شوی دی.
راځو د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه والسلم تر ټولو سترې معجزې ته چې څه باید ورکړل شوی وی چې د ده خلک او عربان ورباندې تر اغیزې لاندې راغلي وای ځکه چې دوی پکې مهارت درلودی او ورباندې فخر یې کاوه. باید پوه شو چې د هغه وخت عربان په بلاغت او بیان کې ستر هنر درلوده او زیات فخر یې ورباندې کاوه. په هغه وخت کې به دوی غونډې جوړولې، د شعر، بیان او بلاغت سترې سیالۍ به یې رابللې او وتلي بلاغت لرونکي یې هم معلوم وو او د هغه وخت عربانو ښه بلاغت، ښو او اغیزمنو خبرو کولو ته زیات اهمیت ورکاوه. نو الله تعالی دوی ته تر ټولو غوره کلام نازل کړ. الله تعالی محمد ص ته تر ټولو غوره کلام ورکړ تر څو دوی ته ورباندې باور اسانه شي، داسې کلام چې په بلاغت کې هېڅ کوم وتلي او لمړي درجه بلاغت لرونکي چې ټولې سیالۍ یې ګټلې وې ورسره سیالی نه شوای کولای.
نو قرآن عظیم الشان د اسلام د پیامبر تر ټولو ستره او مهمه معجزه شوه او دا خپله د قرآن عظیم الشان په مختلفو مبارکو آیتونو کې روښانه ذکر شوي دي. لکه الله تعال د عنکبوت به سوره کې فرمايي چې مشرکینو به ویل چې دوی نورې معجزې نه ويني چې محمد ته ورکړل شوې وي، لکه: وَقَالُوا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَاتٌ مِّن رَّبِّهِ ۖ. نو په ځواب کې الله سبحانه و تعالی فرمايي: أَ وَ لَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنْزَلْنا عَلَيْكَ الْكِتابَ يُتْلى عَلَيْهِمْ إِنَّ فِي ذلِكَ لَرَحْمَةً وَ ذِكْرى لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ. (۵۱). ایا دا کافي نه ده چې موږ تاته هغه کتاب استولی چې دوی ته یې تلاوت کړې؟ په حقیقت کې، په دې کتاب کې، بې نهایته مهرباني او یادونه ده د هغو کسانو لپاره چې ایمان لري. نو تاسو چې قرآن اوری او حس کوی یې، ښه ورباندې پوهیږئ چې ستاسو تر توان او بلاغت زیات څه لري ولې یې نه منئ او نورې معجزې غواړئ؟
په همدې اړه د الله رسول فرمايي: د بخاری صحیح حدیث دی: داسې نبي نشته چې الله تعالی ورته مجزه نه وي ورکړې تر څو خلک ورباندې باور وکړي او په تحقیق او تاکید سره ماته یې تر ټولو ستره معجزه راکړې چې خپل کلام قرآن کریم دی، نو له همدې کبله به زه د محشر په ورځ تر نورو انبیاوو علیهم السلام زیات پیروان ولرم. دا حدیث شریف موږ ته زیات څه راښيي: لمړی هر پیامبر ته الله تعالی معجزه ورکړې، دوهم، معجزه د دې لپاره ورکړل شوې چې خلک ورباندې باور وکړي، زیات خلک یو څه لري چې نورو ته قناعت ورباندې ورکړي، نو د پیامبرانو لپاره معجزې ورکړل شوې دي چې خلک ورباندې قانع کړي، دریم ماته په تحقیق سره د قرآن معجزه راکړل شوې ده او دلته د پیامبر علیه السلام حقانیت، دا چې د نبوت ختم دی، قرآني معجزې په نورې هم ځلېږي، بشر به تر قیامته تر اغیزې لاندې راولي، په الله تعالی او په قرآن به ایمان راوړي او هغه وړاندیوینه هم ښيي چې زیات خلک به اسلام ومني او د ده پیروان به له نورو امتونو، زیات وي، که څه هم په هغه وخت کې خو لا حجاز هم پوره نه و مسلمان شوی.
محمد (ص) ته نورې معجزې هم ورکړل شوې وې، په قرآن عظیم الشان او صحیح احادیثو کې دا ذکر شوې دي، بیهقي (رح) چې د احادیثو لوی عالم و، یو لس جلده کتابونه یې د پیامبر علیه السلام د معجزو په هکله لیکلي دي، ځینې یې لکه د شق القمر، د دو دریو کسانو ډوډۍ د حدیبیې په غزوه کې تر یو زرو څلور سوه زیاتو کسانو خوړلې ده، د هغه مبارک تر ګوتو اوبه تویې شوې دي چې زیاتو کسانو ورنه ګټه اخیستې، د جابر رض په کور کې د یو څو کسانو ډوډي تر زرو زیاتو کسانو ته رسیدلې ده او لیست یې زیات دی.
نو ولې بیا پیامبر علیه السلام په تاکید او زیات فخر وايي چې ماته د قرآن عظیم الشان معجزه راکړل شوې ده او ولې یوازې په دې تاکید کوي او ورباندې ویاړي. لامل یې دادی چې قرآن دومره ستره او مهمه معجزه ده چې نورې ټولې معجزې تر سیورې لاندې راولي. د قرآن معجزه دومره ستره ده لکه لمر چې کله راو خیږي ټولې ستارې تتې شي او نه لیدل کېږي.
کله چې قرآن د الله اخري وحیې او محمد یې اخري پیغمبر دی او تر قیامته بل کتاب او وحې نه رالېږي نو له همدې کبله الله تعالی داسې یو تلپاتې معجزه هغه ته ورکړه چې د زمان او مکان له قیده خلاصه وی، ځانګړتیاوې یې د هر عصر لپاره، په ټولو ساحو کې که هغه بلاغت دی، که هغه طبابت دی، که هغه ساینس دی، که هغه اقتصاد دی، که هغه فلکیات دي او هره بله ساحه کې الله تعالی په قرآن کې داسې اعجاز ایښی دی چې د ورځې په تېرېدو بشر ته د هغوی د پوهې د کچې سره سم ښکاره کېږي، تر څو ورباندې اتمام حجت وکړي، ورته د پوهېدو وسیلو برابرې او پوهېدل ورته اسانه کړي.
د النمل په سوره کې الله تعالی فرمایي: الله تعالی ښيي خپلې نښې او تاسو به یې وپېژنئ. ستاسو رب هېڅکله هم له هغو څه ناخبره نه دی چې تاسو یې کوئ. (النمل، آیه ۹۳.). دا آیه کریمه وړاندوینه کوي چې الله تعالی به خپلې نښې په راتلونکي کې ښکاره کړي. د قرآن معجزې د پیامبر علیه السلام له فکره نه شوای راپیدا کیدی، ځکه که د ده د ټول وخت ټول علوم او پوهه راټول شوی وای، کافي به نه وای چې داسې معجزې یې رامنځته کړي وای. که د دې معجزو مولف او جوړونکی خپله محمد صلی الله علیه والسلم وای نو هغه به د خپلو خلکو د قناعت لپاره کارولې وای او د قرآن کریم اعجاز به یې ورښودلی وی، تر څو یې دعوت ومني او له ترټولو او مهاجرت ته اړ ایستلو څخه یې لاس واخلي او شکونو ته یې د پای ټکی کېږدي. اسلامي نړۍ خپله هم تر وروستیو وختو پورې، د مثال په توګه تر سل کاله مخکې له دې زیاتو معجزو بې خبره وه. الله تعالی خپلې معجزې هغه وخت ښکاره کوي چې وخت یې راشي او خلک د پوهې او علمی کچې له مخې ورته تیار شي. نو بیا به هغه کسان چې سالم فکر او وجدان ولري په دې نښو او معجزو به پوه او درک به یې کړی، قرآن به د الله تعالی کلام ومني. له همدې کبله ګورو چې د نړۍ زیات ساینس پوهان اسلام راوړي.
قرآن ژوندۍ ابدي معجزه ده
تر دې ځایه سریزه وه. او اوس موږ په اصلي بحث کې دوه سواله ځوابوو او هغه دادی:
- ولې او څنګه قرآن عظیم الشان تر ټولو نورو معجزو چې محمد (ص) او نورو پیامبرانو ته ورکړل شوې وې ستره معجزه ده؟
- هغه خاص کیفیتونه څه دي چې قرآن تر ټولو ستره معجزه ګرزوي؟ ن
نو که قرآن پاک ته وګورو او له ځانه وپوښتنه وکړو چې ولې د قرآن معجزه تر تولو ستره او مهمه ده؟ دوهم مهم لاملونه لري: لمړی، پورته یادې معجزې د یو شمېر خلکو په مخکې تر سره شوې، همغو خلکو ولیدې او نورو نسلونو ته یوازې د عقیدې له لحاظه د باور وړ پاته شوې خو لیدلی یې نه شی، ایا تاسو لیدئ شئ چې څنګه موسی علیه السلام سور سیند دوه ځایه کړ، څنګه یې لکڼه په مار بدله شوه، څنګه عیسی علیه السلام د مور په غېږ کې خبرې وکړې، مړي یې له قبرونو راژوندي کړل، څنګه یې مورزادی ړانده بینا کړل او نور، نو څنګه ورباندې باور کوی، باور ورباندې ځکه کوو چې د الله په کتابونو کې راغلي او د هغه رسولانو راته ویلي دي.
خو د قرآن په هکله څنګه، ایا تاسو په اومه میلادي پېړۍ کې به حجاز کې باید یو عرب وی چې قرآن واورئ، اغیزه یې درک او حس کړئ؟ نه داسې نه ده اوس هم د نړۍ په هره سیمه کې هر انسان د قرآن ځانګړنې حس کولی شي او دا یوازېنۍ معجزه ده چې الله تعالی د زمان او مکان قید ورنه لېرې کړئ او ځکه نو ابدي یا د یوه عالم په قول «معجزه الخا لده» شوې ده. البته دا به د الله تعالی حکمت و چې خپل اخري پیغمبر ته یې داسې ستره تلپاتې معجزه ورکړه چې د قیامت تر ورځې به معجزه وي، هېڅوک به ورسره مقابله نه شي کولی او خلک به ورباندې ایمان راوړي.
هر مسلمان او غیر مسلمان کولی شي قرآن راواخلي، ورته غوږ ونیسي او په اغیزو او حکمتونو یې ځان خبر کړي. لکه ګورو چې زیات خلک ترټولو زیات د قرآن په لوستلو او په هغه کې په ژوره کتنه مسلمانېږي، ان زیات غیر مسلم کسان د قرآن له تلاوته خوند اخلي. که تاسو د قاري الکوردي نوم په ګوګل کې ولټوئ نو زیات نامسلمان کسان به وګورئ چې ورته له حیرته زانګي او تر اغیزې لاندې یې راغلي دي. تاسو اوس په ناروې او یا بل هر ځای کې پنځلس پېړۍ وروسته هم د قرآن حس او درک کولی شئ.
که بله اړخ ته وګورو، موسی علیه السلام او عیسی علیه السلام او نورو ته کتابونه ورکړل شوي وو، او د هغو تر څنګ معجزې د دې لپاره ورکړل شوې چې خلکو ته یې د کتابونو حقانیت ورباندې ثابت کړي، خو خپله قرآن د خپل اعجاز ثبوت وړاندې کوي او بلې معجزې ته اړتیا نه لري. د نورو پیامیرانو کتابونو اړتیا درلوده چې حقانیت یې د معجزو په مرسته ثابت شي خو زموږ کتاب د خپل اعجاز له مخې خپله ځان ثابتوي او دا یوازېنی کتاب دی.
له همدې کبله د الله رسول ایمان او باور لري او په پورته حدیث کې وایي چې قرآن او اعجاز به یې زیات خلک په راتلونکې زمانه کې په اسلام مشرف کړي او د ده پیروان او امتیان به د محشر په ورځ تر ټولو زیات وی. که اوس له ټولو ستونزو سره سره د اسلام چټک خوراوي ته نظر وکړو په دې مو یقین په حق الیقین بدلېږي. دلیل یې روښانه دی چې د وخت فکتور له دې قرآني معجزې لېرې شوی، قرآن داسې معجزه ده چې ورځ تربلې یې اغیزه په بشریت زیاتېږي او بله داچې خپله همدا قرآن دی چې خپل اعجاز ثابتوي.
څنګه قرآن خپله معجزه ده؟
څنګه قرآن یوه ژوندی او تلباتې معجزه ده؟ پورته خبرې موږ ته دا نه ثابتوي چې ولې قرآن یوه تلپاتې معجزه ده. که تاسو یوه غیر مسلم ته ووایئ هغه به درنه دلیل او ثبوت وغواړي چې ولې قرآن یوه معجزه او بیا ابدي معجزه ده؟ ځواب داده چې په قرآن کې الله تعالی پنځه آیته یو په بل پسې په ۱۴ تر ۱۵ کلونو کې رانازل کړي او ټول بشریت یې ننګولی او چلنج یې ورکړئ چې د قرآن په مثل بل کتاب راوړي، بیا یې ویلي که دا کار نه شئ کولئ نو ۱۰ سورې جوړې او راوړئ، بیا یې وویل چې یوه برخه یې جوړه کړئ چې و یې نه شو کولی نو الله تعالی اخري چلنج په بقره سوره کې چې مدنی سوره ده ، په ۲۳ آیت شریف کې مشرکینو ته ورکړ او دا به تر ابده باقي وي. لکه چې الله فرمايي: ﴿ وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّن مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ * فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ ﴾ [البقرة: 23، 24].
ژباړه: که په هغه څه کې شک لرئ چې ما په خپل بنده او رسول نازل کړي دي، نو که رښتیا وایئ دې ته ورته یوه سوره راوړئ او بې له الله تعالی مو نور ملګري هم له ځان سره ملګري کړئ. نو که مو دا کار ونه کړ او دلته الله تعللی یوه بله معجزه د ابد لپاره ښکار کوي او نورو راتلونکو نسلونو ته هم چلنج ورکوي او وړاندوینه کوي چې هېڅکله به هم ونه توانېږئ چې د قرآن مشابه کومه سوره جوړه کړئ او هېڅکله هم نه شئ کولی، نو د هغه اور څخه چې ډبرې او خلک دي او د کافرانو لپاره تیار شوی دی.، و وېرېږئ.
د قرآن معجزې
دا لیست خورا زیات دی او دلته یوازې اوه ګروپه معجزې راوړو:
د مثال په توګه په انګلستان کې څو کاله مخکې د شکسپیر لیکنو ته ورته یوه لیکنه کشف شوه او نړیواله غوغا یې راپورته کړه، خو چې د شکسپیر د لیکوالۍ کارپوهان له ټولې نړۍ ورته راغوڼد شول، نو تر ژورې مطالعې وروسته یې هغه لیکنه رد کړه او دې کارپوهانو ته روښانه شوه چې هغې لیکنې د شکسپیر د لیکلو اسلوب او سټایل نه درلود، شکسپیر که هر څومره نړیوال شهریت لرونکي لیکوال هم دی خو لکه ټول پاخه لکوال یو په هغه پورې ځانګړئ سټایل او اسلوب لري او لیکنه یې د همغو له مخې پېژندل کېږي.
خو د قرآن سټایل او اسلوب څوک نه شي ټاکلی او کلاسیفای کولی او دایې هم ستره معجزه ده. د قرآني اسلوب ځانګړنه داده چې دومره زیاته تنوع په کې شته چې څوک یې نه شي تقسیم بندي کولی، هېڅوک دا توان نه لري چې یو ټاکلی سټایل او کتګوري ورته وټاکی بلکه تنوع یې د اعجاز تر حده ده، مختلف سورتونه او ان آیتونه یې ځانګړي خواص او جوړښت لري، د عربي ژبې پوهان او مفسرین کرام یې تر اوسه څېړي او ورته معلومېږي چې ولې ځینې لغتونه په یوه ځای کې کارول شوي او بل ځای یې بل معادل راوړل شوی، په یوه سوره کې د ایتونو ځای له بو بل سره خاصې اړیکې، مفهوم او معنی ورکوی او د زیات حیرانتیا سبب کېږي چې څومره په دقت کارول شوې دي او هم زښته زیاته تنوع پکې شته چې د ورته غوره او رنګارنګ سټایل او اسلوب کارونه د بشر له توانه پورته او خپله ستر اعجاز دی.
نوټ: د ژباړن خبره ده چې اوس په قرآن کریم کې د ریاضی په اړه حیرانوونکي څېړنې عالمانو کړې، د مثال به توګه د پرایم ( لمړنیو) عددونو لکه ۵، ۷، ۱۱، ۱۳، ۱۵، ۱۹ او نورو په هکله چې په نورو ضریبو عددونو نه تجزیه کېږي له معجزو ډک رازونه کشف شوي، داسې چې د قرآن کریم زیاتې شمېرې د همدې شمېرو لکه ۱۹ او نورو ورته لمړنیو عددونو ضریب وي او په نورو لیکنو او ژباړو کې به له خیره تشریح شي.
د قرآن ایتونو نظم او شعریت. که څه هم قرآن کوم شعر نه دی خو ځآنګړی ریتم، نظم او سجع لري. خو د قرآن دا شعریت ته ورته نظم زیاتې ځانګړتیاوې لري، هېڅ کومه بله لیکنه ورسره سیالي نه شي کولی خو څوک یې په کوم چوکاټ کې نه شي راوړئ او نه یې شي کلاسیفای کولای.
قرآن او د موضوعاتو صریح او ساده بیان. د قرآن بله ځانګړتیا داده چې د موضوعاتو په تشریح کې ځانګړی صراحت لري. د مثال په توګه دا چې یوه مسئله څومره او څنګه تشریح شي، څه، کوم نوم، کومه پېښه، کومه خاصه مسئله په کې د یاد وړ او کومه نه ده هم د څېړونکو د زیات حیرانتیا لامل کېږي. د مثال په توګه که تاسو زبور (اولډ تسټمنت) او یا انجیل ( نیو تسټمنټ) ګورئ نو له زیاتو اوږدو لیستونو، نومونو، بې حده زیاتو جزئییاتو سره به مخ شئ او لاره او مطلب به درنه ورک کړي.
په قرآني قیصو کې کې صراحت. په قرآن کریم کې که تاسو د یوسف سوره کې لولئ، او له پورته کتابونو سره یې پرتله کړئ نو د قرآن په موثریت او صراحت به پوه شئ. په دې سوره کې د نومونو کوم اوږد لیست نشته او ان ډېر کم نومونه په کې شته، یوازې د یوسف علیه السلام وروڼه، فرعون، عزیز مصر او نور چې زیات بې ځایه جزئییات نه لري بلکه بیخي زیات صراحت او خوند لري او هر لوستونکي ته یې فهم اسانه دی. خو که همدا کیسه په انجیل کې لولئ د اوږدو لیستونو او زیاتو نومونو د شتون له لاسه لاره درنه ورکېږي او ورنه خسته کېږئ.
قرآن او د هغه پیغام د الله تعالی او اخرت په هکله. د قرآن پیغام رسونه د دین په دوو مهمو مسئلو کې لکه د الله تعالی او اخرت په هکله خورا روښانتیا او د فهم وړ ده. که تاسو زیاتو عیسویانو ته غوږ شئ او ورنه پوښتنه وکړئ چې د انجیل پیغام د خدای (ج) او اخرت په هکله څه دی، پوه به شئ چې لاره ورنه ورکه ده او زیات یې له همدې کبله یا بې دیني غوره کوي، نور ادیان او مسلکونه لکه بودیزم او هندوایزم لټوي خو اکثریت یې په پای کې اسلام ته پناه وړي.
د قرآن اغیزه د اومې پېړۍ په عربو باندې. قرآن په عربو په ځانګړې توګه په هغو کسانو زیات و، چې په بلاغت کې یې زیات لاسرسی درلود. د قریشو تر ټولو ستر شاعر او د بلاغت خاوند ولید ابن عتبه د خالد بن ولید پلار او د ابو جهل د کاکا زوی و. د ابن اسحاق د سیرت په مشهور کتاب کې چې د هجرت به ۱۵۰ کال لیکل شوی دی راغلي دي: یوه ورځ ولید بن عتبه د کعبې تر څنګ تېرېده او پیامبر علیه السلام د قرآن کریم تلاوت کاوه. ولید بن عتبه چې قرآن واورېده ځای په ځای ودرېد او جام پاته شو، تر څو تلاوت پای ته ورسید، ځکه هغه د قرآن د بلاغت تر اغیزې لاندې راغی. کله چې هغه کورته لاړ دا انګازه په خلکو کې خپره شوه، ابو جهل خبر شو او کورته ورغی. ولید بن عتبه ته یې وویل چې څه یې واورېدل، ولید ورته کیسه وکړه. خو ابو جهل ورته وویل چې ته باید یو څه ووایې تر څو خلک داسې فکر ونه کړې چې ته د قرآن تر اغیزې لاندې راغلی یې. ولید ورته وویل: فوالله دی تر ټولو او د ده په قول ان تر جنیاتو زیات ښه بلاغت لري، خو داسې فصیح کلام یې واورېده چې په عمر کې یې نه وو اورېدلي، زیات حلاوت (شریني یې لرله)، فلاوت یعنی نرمي درلوده او په عمر یې داسې څه نه وو اورېدلي. خو د ټولو قدرت او شهرت وږیو مشرانو او سیاستوالو په څېر ابو جهل ورته وویل چې ته باید داسې یو څه ووایې چې د خلکو شکونه ورک شي، ته باید رد کړې چې په تا قرآن کوم اغیزه کړې ده، که نه بیا به خلک درنه خوابدي شي او ته به بیا ښه مشر نه وې او درته د شرم ځای به وي. په حقیقت کې دوی د خپل مشرتوب په غم کې وو چې خلک ورنه مخ وانه ړوي. ولید بن عتبه ورنه وخت وغوښت. ولید بن عتبه خپل کورته لاړ او په خپله کوټه کې ګرزي راګرزي او فکر کوي چې څه ووایي چې یو څه د منلو وړ وي. دلته یې په دې فکر کاوه چې باید ووایي چې محمد جادوګر او ساحر دی، دا خبرې چې کوي دا سوچه سحر دی او خلک پرې تېر باسي.
په همدې وخت کې چې ولید بن عتبه په دې خبرو او تهمتونو په خپله کوټه کې فکر او سوچ کاوه، الله سبحانه و تعالی چې د هر چا له زړه او سوچه تل خبر دی په همدې هکله، د ولید بن عتبه د کوټې په د ننه او زړه کې چې څه تېرېدل او پلان یې جوړاوه تر څو قرآن مسخره کړي، الله تعالی ورباندې پوهېده او یو څو مشهور لاندې آیتونه چې خاص بلاغت او فصاحت لري رانازل کړل.
ذَرْنِیْ وَ مَنْ خَلَقْتُ وَحِیْدًاۙ(۱۱) وَّ جَعَلْتُ لَهٗ مَالًا مَّمْدُوْدًاۙ(۱۲) وَّ بَنِیْنَ شُهُوْدًاۙ(۱۳) وَّ مَهَّدْتُّ لَهٗ تَمْهِیْدًاۙ(۱۴) ثُمَّ یَطْمَعُ اَنْ اَزِیْدَۗۙ(۱۵) كَلَّاؕ-اِنَّهٗ كَانَ لِاٰیٰتِنَا عَنِیْدًاؕ(۱۶) سَاُرْهِقُهٗ صَعُوْدًاؕ(۱۷) اِنَّهٗ فَكَّرَ وَ قَدَّرَۙ(۱۸) فَقُتِلَ كَیْفَ قَدَّرَۙ(۱۹) ثُمَّ قُتِلَ كَیْفَ قَدَّرَۙ(۲۰) ثُمَّ نَظَرَۙ(۲۱) ثُمَّ عَبَسَ وَ بَسَرَۙ(۲۲) ثُمَّ اَدْبَرَ وَ اسْتَكْبَرَۙ(۲۳) فَقَالَ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ یُّؤْثَرُۙ(۲۴) اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِؕ(۲۵) سَاُصْلِیْهِ سَقَرَ(۲۶) وَ مَاۤ اَدْرٰىكَ مَا سَقَرُؕ(۲۷) لَا تُبْقِیْ وَ لَا تَذَرُۚ(۲۸) لَوَّاحَةٌ لِّلْبَشَرِۚۖ(۲۹)
ژباړه: پرېږده ما او هغه څوک چې پیداکړي مې دي یوازې (بې له ما او بې له مددګاره او اولاده). او بیا مې وګرزاوه او ورمې کړ ده ته مال ډېر زیات ( له هر قسمه چې تل زیاتېده) او زامن حاضر (کېناستونکی له ده سره په هره مرکه او مجلس کې). او تیاري مې وکړه، فراخي مې وکړه ده لره تیاري ( په عیش – عمر – مال – اولاد – ریاست سره). بیا طمع کوي امید لري دی چې لا به ښه زیات کړم ( ده لره دغه ټول شیان). نه کوم داسې ( چې مال، رجال او نعمتونه یې زیات کړم ) بېشکه هغه وو آیتونو زموږ سره عناد کوونکی مخالف. ژر ده چې ملکف به یې کړم په مشقت او عذاب سخت سره ( یا) وبه یې خېژوم پر لوړ (اوچت ) غره د اور باندې. بیا یې وکتل ( محمد یا قرآن ته) بیا یې مخ تریو کړ او وچولی (تندی) یې غوټه کړ ( له کراهیته) بیا یې شا واړوله ( له محمده) او غاړه یې وغړوله ( اسلامیته) نو یې ویل نه دی دا ( قرآن) مګر خو سحر دی چې نقل کاوه شي ( له نورو ساحرانو) نه دی دا (قرآن) مګر خو خبره د بشر بني آدم ده. نو فرمايي الله ژر به داخل کړم دی سقر ( اور د دوزخ ) ته. او څه شي پوه کړی یې ته چې څه دی اور د سقر چې نه پاتې کېږي ( ترې هېڅ شی د غوښو بې له سوځولو او نه پرېږدي ( هډوکي یې له سوځولو نه). سوځوونکی او توروونکي دی (دغه اور بشر د کافرانو) سړیو لره په هغه ( اور د سقر) باندې موکلې دي نولس پرښتې. او نه دی ګرزولی موږ موکلانې د دوزخ مګر پرښتې (ډېرې قوتناکې).
دلته د نړۍ د زیاتو سیاستوالو په شمول چې یوازې د خپل واک او شهرت په غم کې وي، د قریشو د یو شمېر لکه ابو جهل او ولید ابن عتبه کوي، چې که څه هم ښه پوهېدل چې قرآن عادي او د بشر کلام نه دی خو د خپل شهرت او مشرۍ لپاره حاضر نه وو چې حق ته غاړه کېږدي. دا د تاریخ په اوږدو کې زیات تکرار شوي او ښه مثالونه یې فرعون دی او نن هم زیات سیاستوال همداسې دي.
اسلامي امت باید د الله تعالی شکر وباسي چې د خپلو ټولو اخلافاتو او فرقو سره سره تر اوسه هېڅ څوک په امت کې د قرآن په هکله شک نه لري. دا همغه د الله تعالی وعده ده چې د قرآن کریم ساتندوی الله تعالی خپله دی او د قرآن د ساتنې ضمانت یې کړی دی. خو د نورو ټولو ادیانو په منځ کې داسې کوم دین نشته چې ټول د په یوه خوله وي او د خپل کتاب به هکله شک ونه لري او ودې وايي چې د هغوی کتاب کې بشر لاس نه دی وهلی، څه د بشر لاس دی او څه سوچه د الله تعالی کلام دی. په اردن او مصر کې د انجیل زړې نسخې وموندل شوې او ستره غوغا یې راپورته کړه چې کوم کتاب هغه او که دا اوسني اصلي دي. نو الحمد لله قرآن چې د الله تعالی اخري کتاب دی او څرنګه چې تر اخرته به صحیح وي او له همدې کبله الله تعالی یې ساتنه کوي.
الله تعالی پیامبر علیه السلام ته وايي: که موږ تاسو ته دا کیسې د وحیې له لارې نه وای در استولی نو تاسو او یا بل چا به هېڅ خبرتیا ورنه نه وای پیدا کړې. اوس د هغو کسانو لپاره چې ګوګل او نورو رسنیو او سرچینو په شتون کې دا ستونزمنه ده چې څنګه په دې کیسو خبرېدل نو معجزه و، ځکه اوس چې موږ ګوګل او نورو ته ورشو زر هر معلومات تر لاسه کولی شو. خو په هغه وخت کې داسې دقیقې کیسې چې تر اوسه ستر رازونه لکه د عیسی علیه السلام بې پلاره زېږېدل له مریم څخه، د مور په غېږ کې د خپلې مور سپیناوی کول، د خپلې رسالت په هکله خبرې کول او نور هغه څه دي چې په همدې قرآني کیسو کې راغلي دی.
دلته به یو مثال راوړو. د برازیل په ځنګلونو کې یوه قبیله ده چې له نور بشریت او تمدن سره له څو پېړیو راهیسې اړیکې نه لري. نو که اوس موږ ومومو چې دوی داسې اسناد لري چې په اروپا کې د مثال په توګه په اروپا یا بل ځای کې له دوی لېرې څو پېړۍ مخکې له دوی چا له کومو مشخصتاتو سره حکومت کاوه او روحاني شخصیتونه یې له روښانه کیسو سره بیان کړي، نو ایا دا به یوه معجزه نه وي.
په هغه وخت کې چې رسول الله صلی الله علیه والسلام په پیغمبرۍ واستول شو په ټوله جزیره عرب کې یو کتابتون هم نه، په هغه وخت کې تورات او انجیل نه وو ژباړل شوي، ښکاره ده چې په عربي ژبه نه وو، قریشو د یعقوب علیه السلام، اسحاق علیه السلام او یسوف علیه السلام سره کومه علاقه لرله نو دا کیسې په پیامبر علیه السلام له کومه کولې. همدارنګه، قرآن عظیم الشان هم په دې کیسو کې په هغه وخت کې په دقیقه توګه د پخوانیو پیغمبرانو، واکمنانو او قبیلو په هکله دقیق معلومات وړاندې کول په رښتیا په هغه وخت کې معجزه ده.
عیسویانو او یهودو ته د قرآن د حقانیت په هکله مهم لاسوندونه. ځینې قرآني کیسې د تورات او انجیل په هکله یوازې تر څوارلسو پېړیو وروسته په هغو تاریخي لیکنو او تاریخي اثارو کې راڅرګندې شوې چې د کیندنو په مرسته رالوڅې شوې. له دې وړاندې قرآن هغه څه ویلي وو چې په اوسنیو دواړو تورات او انجیل کې نه وو خو په هغو اثارو کې رابرسېره شول چې څو لسیزې مخکې کشف شوې. موږ په اسلامي درسونو کې لوستي چې عیسی علیله السلام له خاورو جوړو شویو کوترو کې د الله په حکم او مرسته روح چلولې او ژوند یې ورکړی دی. موږ همدارنګه، د قرآني کیسو له مخې پوهېږو چې کله عیسی علیه السلام د خپلې مور بي بي مریم په غېږ کې و، خبرې یې وکړې، دا په اوسني انجیل کې نشته او عیسویانو به مسلمانان مسخره کول چې دې مسلمانانو ته وګورئ له خانه یې په عیسی علیه السلام او مریم پسې خبرې جوړې کړې دي. خو په نولسمه پېړۍ کې په مصر کې د پلټنو په مرسته د اوومې ( ۷ مې) پېړۍ یو کس له زاړه انجیل سره وموندل شو چې د پورته یادو قرآني کیسو خبره یې کوي او اوس په ګوګل کې شته. همدارنګه، د سینت تامس په ګاسپل (انجیل) کې چې عیسویانو بند کړی دی هم عین د قرآن خبره شوې چې عیسی علیه السلام د مریم په غېږ کې خبرې کړې دي. نو ویلی شو چې د قرآن کریم کیسې هم معجزې دي.
خو بیا هم باید له احتیاطه کار واخلو او داسې فکر ونه کړو چې قرآن نو ساینس لکه بیالوژي، فزیک، کیمیا او انجنیري او نور دی. خبره داده چې الله تعالی قرآن د انسان د هدایت او جوړونې لپاره را استولی دی، د قرآن بیان د ساینسي برمختیاوو وړاندوینه نه کوي، خو تر ساینس پورته دی او د قرآن ستره معجزه داده چې قرآني بیان له ساینس سره همغږی دی او ترمینالوژي، وړاندونی او احکام یې له رښتینې ساینس سره په ټکر کې نه دي. لکه قرآن د فضا تګ او په سپوږمۍ کې کته کېدلو وړاندوینه نه کوي او نه یې ردوي. باید پوه شو چې زیاتې ساینسي تیوري ګانې تر یو څو وخته پورې پوهان سمې بولي او وروسته یې نظر بدل شي تر څو پوره حقایق نه وي راڅرګند شوي لکه پورته چې وویل شول چې په ځمکه، سپوږمۍ، لمر او نورو کې ساینسي نظریات په کراره پرمخ ولاړل او قرآن له لمړي سره روښانه او سمه خبره کړې وه.
بله معجزه د قرآن داده چې د نورو کتابونو به خلاف څومره یې چې تلاوت او مطالعه کوې یې نه ورنه ستړی زړه توری کېږې. که تاسو هر څومره ښه کتاب او یا ناول چې هر څومره مو خوښېږي هم یو یا دوه ځله ولولئ نو بیا مو زړه نه ورته کېږي. سبحان الله د مسلمانانو په منځ کې تقوا لرونکي خلک یوه ورځ هم بېله قرآن تلاوته او په کې غوره نه شي تېرولی. هېڅکله نه شي ورنه ستړی کېږي بلکه تل ورنه لذت وړي.
په پای کې د ترمېذي شریف په یوه حسن حدیث باندې خاتمه ورکوم او په هغه کې د الله رسول فرمايي: د الله تعالی د کلام فضیلت د انسانانو په کلام دومره لوړوالی لري لکه الله تعالی چې په انسانانو فضیلت لري. نو الله تعالی ته دعا کوو چې په دې قرآن موږ پوه کړي او د عمل توفیق ورباندې راکړي، زموږ د په دنیا او اخرت په ټولو کارونو کې لارښود شي، موږ د دوزخ له اوره وساتي. الله تعالی د موږ وساتي چې قرآن کریم زموږ په ضد شهادي ورکړي الله تعالی د یې زموږ لپاره د هدایت سبب وګرزوي.
آمین یا رب العامین.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قرآن: د الله ژوندۍ او تلپاتې معجزه
شیخ ډاکټر یاسر قاضي
له ویدیو څخه ژباړونکی او ترتیبوونکی: محمد عارف رسولي