ولسمشر محمد اشرف غني: ژر به دوه زره نور طالب بنديان هم خوشي کړم 

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د غبرګولي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د سولې خبرو کې پر مختګونه شوي دي  او سولې ته د رسېدو په پار به ژر د طالبانو دوه زره نور بنديان هم ژر خوشي شي. 

افغان ولسمشر نن له اټلانټېک کونسل سره په يوې ځانګړې مرکې ويلي دي،  راتلونکې اوونۍ د سولې خبرو په اړه مهم اعلان کوو. ولسمشر غني ويلي دي چې پر افغان سولې يې په تېرو څو ورځو کې له پاکستاني او امريکايي چارواکو سره خبرې کړې دي. 

ولسمشر غني له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه ويلي دي چې په دې اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او هر پرېکړه به د افغانستان وضعيت په کتو کيږي. نوموړي له پاکستان سره هم د ښو اړيکو برخه کې د ګامونو ويلي دي. 

ولسمشر محمد اشرف غني پر اوربند ټنېګار کړی دی او ويلي دي چې جګړه هېڅ ګټونکی نه لري. ولسمشر غني ويلي دي چې په اوربند سره حکومت کولی شي چې په اوسنيو حالتو کې خپلو وګړو ته ښه چوپړ وکړي. 

افغان ولسمشر له اټلانټېک کونسل سره په مرکې کې له عبدالله عبدالله سره د ده د هوکړې په اړه ويلي دي چې داسې کومه هوکړه نه ده شوې چې اساسي قانون په کې د پښو لاندې شي او يا دوه سره حکومت جوړ شوی وي.