امريکا او کرونا: د مړو شمېر له يو لک ۱۳ زره او د ککړو شمېر له دوه مېلېونه واوښت 

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د غبرګولي)، کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته ځان رسولی دی چې تر شپږ مېلېونه ډېر کسان پرې ککړ شوي او له ۴ سوه زره ډېر يې مړه کړي دي. د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله د مړو او ککړو کسانو شمةېر په امريا متحدو ايالتو کې ډېر دی. 

امريکا متحدو ايالتو کې د کرونا ويروس د مثبتو ثبت شوې پېښو شمېر  دوه میلیونه او ۴۶۴  ته رسېدلی او همدا ډول تر اوسه يو لک او ۱۳ زره کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي. 

امريکا کې  د کرونا ويروس د ډېرو پېښو په ثبت سره د دغه هېواد اړيکې له چين او د روغتيا نړيوال سازمان سره خړې شوې دي. همدا ډول ډېری امريکاياند ولسمشر ټرمپ اداره د کرونا ويروس سره مبارزه کې نېمګړې يادوي. 

ولسمشر ټرمپ چين په دې تورنوي چې د کرونا ويروس په خپرېدو سره يې نړۍ په ښه ډول خبره نه کړه او همدا ډول د روغتيا نړيوال ساکران د کرونا ويروس د مخنيوي په مديريت کې ناکام بولي.