ټرمپ له جرمني د خپلو ۹۵۰۰ ځواکونو د وتلو امر کړی خو جرمني پر خواشينی شوی دی 

روهي (درې نۍ/۲۰ د غبرګولي)، د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ پر ته له دې چې د جرمني حکومت سره پرې سلا وکړي، له  ياد هېواده د خپلو ۹۵۰۰ پوځيانو د اېستلو امر کړی دی. 

د جرمني لومړۍ وزيرې  انګیلا مېرکل ويلي دي چې د ټرمپ دغه پرېکړې خواشينې کړې ده.  انګیلا مېرکل وايي چې جرمني کې د امريکايي ځواکونو شتون د ناټو د غړو هېوادونو د امنيت لپاره مهم دی. 

د جرمني دفاع وزیر هم له دغه هېواده د امريکايي پوځيانو پر اېستلو خواشينی شوی دی او ويلي دي چې جرمني کې د امريکايي ځواکونو پاتې کېدل د امريکا ملي ګټو لپاره هم اړين دي. 

اروپا کې جرمني هغه هېواد کې دی چې لسګونه زره امريکايي پوځيان په کې مېشت دي. جرمني کې د متحدو ايالتو پنځه ستر پوځي مرکزونه شتون لري او ۲۹۰۰۰ پوځيان په کې دي.