خليلزاد افغانستان، پاکستان او قطر ته بيا سفر پيل کړی 

روهي (نۍ/۱۷ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د افغان روغې  جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد قطر، پاکستان او افغانستان ته سفر کوي. 

د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت وايي چې خليلزاد به دغه سفر کې له طالب استازو سره د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوي تړون او بين الافغاني خبرو د پيل په اړه وغږيږي. 

خليلزاد د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسليک وروسته قطر، افغانستان، هندوستان او پاکستان ته سفرونه کړي او د افغانستان د راتلونکې سولې په اړه يې له چارواکو سره - سره خبرې اترې کړي.