طالبانو په کې لاس لرل رد کړل خو امرالله صالح د مولوي اياز نيازي وژنه کې د طالبانو لاس ککړ بولي 

روهي (څلورنۍ/۱۴ د غبرګولي)، تېره ورځ وروسته له غرمې د کابل ښار وزير محمد اکبر خان سيمه کې د وزير محمد اکبر په جامع جومات کې چاودنه شوه چې په پايله کې د ياد جومات خطيب او امام مولوي اياز نيازي ووژل شو. 

وسله والو طالبانو د ياد بريد څو ساعته وروسته بريد وغندلو او خپل لاس لرل په کې رد کړل. طال وياند ذبيح الله مجاهد په ټوېټر ولېکل، "په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په کابل کې د وزیرمحمد اکبرخان مسجد امام مولوي محمدایاز نیازی په کومه چاودنه کې په شهادت ورسید.
موږ په نوموړي باندې برید په کلکه غندو او سترجنایت یې بولو."

خو د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي چې طالبانو نه شي کولی د يو دوه جملو په لېکلو د مولوي اياز نيازی او يا نورو وروته پېښو له مسووليت ځان خلاص کړي. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، چې دا ډول بريدونو ته زمېنه طالبانو برابره کړې ده او داعش او طالبانو د بريدونو او چاودنو ترمنځ کوم توپير شتون نه لري.