د کرونا ويروس په اړه د اندېښنې يوه بله مساله: ځيني کسان په کرونا اخته وي خو هېڅ نښې - نښانې په کې نه ښکاري 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د غبرګولي)، نړۍ د لومړي ځل لپاره کرونا ويروس تجربه کوي. د دغه ويروس د مخنيوي، درملنې او خپرېدو په اړه هم مسايل او تجربې نه وي دي. تبه، ټوخۍ، د وجود درد، د مريو درد، ستړيا او نورې د کرونا ويروس نښې دي، خو يو شمېر کسان په کرونا اخته وي او دا نښې هم نه لري. 

روغتيا پالان وايي چې هغه کسان چې د کرونا ويروس لومړنۍ نښې - نښانې ولري نو هم ځان قرنطين کوي او خلک ځان ترې لېرې ساتي، خو ستونزمنه دا ده چې يو وګ په کرونا ويروس اخته وي او هېڅ ډول نښې - نښانې يې څرګندې نه شي. 

د روغتيا پالانو اندېښنه په دې کې ده چې په يادو کسانو کې کرونا ويروس په پټ ډول سره دننه شوی وی او ډېر نور کسان په دغه ويروس ککړولی شي. دا مساله وروسته له هغې را پورته چې چينايي ميرمن او خاوند په کرونا اته وو خو نښې يې نه ښکارېدې. 

ياد دوه چينايي وګړي سېنګاپور ته تللي او هلته مالومه شوه چې په کرونا ويروس ککړ شوي دي.