د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې يو پخوانی غړی د کرونا ويروس له امله ومړ 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د افغانستان د فوټبال ملي ټيم پخوانی ګول ساتونکی صادق ابراهیمي چې په کرونا ويروس ککړ وو ومړ. نوموړي پنځه کاله د فوټبال ملي ټيم غړی وو. 

نوموړي د فوټبال پرته د تکواندو او وشوو برخو کې هم وړتيا درلوده. صادق ابراهيمي اوس مهال د تکونداو برخه کې ځوانانو ته تمرين ورکولو. 

د يادونې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې يو شمېر نور غړي هم په کرونا ويروس ککړ شوي دي، خو روغتيايي وضعيت يې ښه بلل شوی دی.