صلاح الدين رباني: د غني او عبدالله د جوړې مخالف يم؛ په دې اړه مې امريکايي چارواکو سره خبرې وکړې  

روهي (دوه نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د جمعيت ګوند مشر او د عبدالله عبدالله ډلې پخواني ملاتړي صلاح الدين رباني پر خپل فېسبوک ليکلي دي چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوې سياسي هوکړې د مخالفت په اړه يې له امريکايي چارواکو سره خبرې کړي  دي. 

صلاح اليدن رباني ليکلي دي چې د ويډيويي کنفرانس له لارې يې کابل کې د امريکا متحدو ايالتو سفارت شارژدافير ويلسون د غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوې سياسي هوکړې سر د مخالفت او د حکومت مرکچي پلاوي کې د جمعيت ګوند د رسمي استازي د نشتون په اړه خبرې کړې دي. 

صلاح الدين رباني په دې اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړي. له دې وړاندې تېره ورځ هم نوموړي پر ټوېټر د عبدالله عبدالله وروستيو خبرو  ته غبرګون ښوودلی او ويلي چې جمعيت ګوند په رسمي ډول هېڅ استازي د سولې په پلاوي کې نه دی معرفي کړی.