 
        	    
                    
                                    
                    روهي (يوه نۍ/۱۱ د غبرګولي)، د هېواد د عامې  روغتيا وزارت مالومات ښيي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۲۰ د کورنا ويروس تازه پېښې ثبت شوې دي، چې په دې سره د ټولو مبتو پېښو شمېر ۱۵ زره ۲۰۵ ته ورسېد. 
د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو اړوند د تازه ۶۲۰ پېښې له نيمايي ډېرې (۳۷۰) په پلازمېنه کابل کې ثبت شوي دي. تېرو ۲۴ ساعتونو کې اته کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي. 
نړۍ کې بيا د کرونا  ويروس له امله د مړه شو شمېر ۳۷۰ زرو ته نېږدې شوی او د ککړو کسانو شمېر له شپږ مېلېونه پورته شو. 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								