 
        	    
                    
                                    
                    روهي (يوه نۍ/۱۱ د غبرګولي)، نن نشه يي توکو يا تمباکو ته (نه) ويلو نړيواله ورځ ده. دغه ورځ د مې پر ۳۱مه نېټه هر کال نړۍ کې لمانځل کيږي. د ملګرو ملتونو له خوا دغه ورځ د World No Tobacco Day  يا (WNTD) په نوم نومول شوې ده. 
دغه ورځ په ۱۹۸۷ کال کې د ملګرو ملتونو اړوند د روغتيا نړيوال سازمان د غړو هېوادونو له خوا رامنځ ته شوه او هر کال د نشه يي توکو د زيانونو په بيانولو سره لمانځل کيږي. 
د روغتيا نړيوال سازمان د مالوماتو پر اساس هر کال اته مېلېونه انسانان د تمباکو د استعمال له امله مړه کيږي چې له يو مېلېون ډېر په کې هغه کسان دي چې څوګ تمباکو نه کاروي خو د تمباکو ککړو کسانو سره نېږدې اړيکه کوي. 
د روغتيا نړيوال سازمان هر کال په دې ورځ يو شمېر کسانو او ادارو ته چې د تمباکو د مخنيوي برخه کې يې مبارزه او فعاليت کړی وي، جايزې هم ورکوي. 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								