ټرمپ: اعلان کوو چې مونږ په رسمي ډول د روغتيا نړيوال سازمان سره خپلې اړيکې پرې کړې 

روهي (نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د امریکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ يو ځل بيا د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې پاتې او ناکام بللی دی. 

ټرمپ ويلي دي چې د مې مياشتې له ۲۹مې نېټې وروسته زمونږ او د ورغتيا نړيوال سازمان ترمنځ اړيکې په رسمي ډول پرې شوې دي او مونږ نور ور سره هېڅ ډول مرسته نه کوو. 

نوموړې تېره ورځ سپنه ماڼۍ کې ويلي دي، "په دې خاطر چې د روغتیا نړیوال سازمان ونه توانېدی د اړتیا وړ وړاندې شوي اصلاحات تر سره کړي،موږ نن ورځ د روغتیا نړیوال سازمان سره خپلې اړیکې قطعه کړې او له دغه سازمان سره برابرې شوي مرستې به د اړتیا وړ نورو نړیوالو روغتیايي برخو کې مصرف کړو."

ولسمشر ټرمپ په ورته وخت کې پر چين هم نيوکې کړې دي چې د کرونا ويروس د لومړي خپرېدو پر مهال يې نړۍ په جريان کې نه کړه او اوس مهال دغه ويروس د نړۍ د انسانانو ژوند په ګواښ کې اچولی دی.