هېواد کې يو خصوصي پوهنتون د کرونا ويروس تشخيص کوونکي وسايل جوړ کړي دي 

روهي (نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د غالب په نوم يو خصوصي پوهنتون هرات ولايت کې د يو شمېر بهرنيو پوهانو په مرسته د کرونا ويروس تشخيص کوونکي وسايل جوړ کړي دي. د دغه پوهنتون استادان وايي چې درې سوه د کرونا ويروس تشخصي کوونکيی آلې جوړې کړې دي. 

دغه وسايلو يا آلو څخه هره يوه يې  کولی شي چې په څلورو ساعتونو کې ۹۰ د کرونا ويروس ټېسټونه تر سره کړي. د دغه وسايلو حساسيت لوړ دی او تر ۹۵ سلنه يې کار مثبت دی. 

د غالب پوهنتون استادان وايي چې د دغه وسايلو په جوړولو کې يې د امريکا، ډنمارک او ايراني پوهانو له تجربو او مرستو کار اخېستی دی. د دوی له حکومت د لا مرستې هيله لري. 

له دې وړاندې هرات ولايت کې روباټ جوړونکو نجونو د مصنوعي تنفس دستګاوې جوړې کړې وي.