سعادتي: د جوړجاړي لوړې شورا اداري جوړښت به وخت ونېسي 

روهي (جمعه/۹ د غبرګولي)، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم دويم مرستيال چې اوس مهال د مصالحې عالي يا د جوړجاړي لوړې شورا دويم مرستيال اسدالله سعادتي وايي چې د دغه شورا د اداري جوړښت کار روان دی خو وخت به ونېسي. 

نوموړي ويلي دي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د مصالحې عالي شورا د دارالانشاء رياست شي، خو په دې برخه کې د نظر اختلاف شتون لري. 

د ولسمشر غني  او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې اړوند د مصالحې عالي شورا مسووليت ډاکټر عبدالله عبدالله ته سپارل شوی دی، دوه اوونۍ تېريږي خو تر اوسه دغه شورا په کار پيل نه دی کړی. 

يو شمېر شنونکي په دې اند دي چې د مصالحې عالي شورا به د سولې برخه کې اغېز لرونکې وي خو يو شمېر نور بيا د سولې په خبرو کې د دغه شورا اغېز ته په شک ګوري.