که له دوه کالونو په کم عمره ماشومانو ماسک واغوندئ ژوند يې ګواښی 

روهي (څلورنۍ/۷ د غبرګولي)، يو شمېر جاپاني روغتياپالانو خبرداری ورکړی دی چې کرونۍ بايد له دوه کالونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته د ماسک له ور اغوستلو ډډه وکړي. جاپاني ډاکټران وايي چې کم عمره ماشومانو ته ماسک تړل نورې روغتيايي ستونزې رامنځ ته کوي. 

جاپان کې د ماشومانو ناروغيو د ډاکټرانو اتحاديې په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې که چېرې پلار - مور او کورنۍ له دوه کالونو کم لرونکو ماشومانو ته ماسک وتړي، نو ماشومان په خطرناکو تنفسي ناروغيو اخته کېدای شي. 

کم عمره ماشومان بايد په ازاد ډول ساه واخلي او دماسک تړل لامل کيږي چې په سختۍ سره تنفس وکړي چې په پايله کې پر زړه او سږو فشار رامنځ ته کيږي. 

دا چې کرونا ويروس په اړه تر اوسه پوره څېړنې نه دي تر سره شوې، نو د وقايي او درملنې برخو کې بېلا بېلې نظرېې شتون لري، چې خلک يې په اندېښنو کې اچولي دي. 

د روغتيا نړيوال سازمان چې د کوېډ-۱۹ څخه د خونديتوب او درملنې برخو کې عامه پوهاوی وړاندې کوي، يوازېنۍ د بارو وړ سرچينه بلل کيږي.