يوې تازه څېړنې د کرونا ويروس د لېږد يا انتقال نوې لارې موندلې ده 

روهي (څلورنۍ/۷ د غبرګولي)، د روغتيا نړيوال سازمان د لارښوونو او سپارښتونو اړوند، کوېډ-۱۹ يا کرونا ويروس تر يو متر واټن کې له ناروغ کس روغ کس او همدا ډول ککړو سطحو سره د تماس له امله لېږدول کيږي. 

چين کې يوه نوې څېړنه په ګوته کوي، چې د ناروغ کس فاضله موادو کې هم له اطراح وروسته کرونا ويروس شتون لري او ټولنه کې خپرېدی شي. دغه څېړنه کې له روغتيا نړيوال سازمان غوښتل شوي دي چې د فاضله موادو له لارې د کرونا ويروس انتقال جدي موضوع ونېسي. 

دا چې د فاضله موادو له لارې د کرونا ويروس انتقال څومره د اندېښنې وړ او رېښتنی دی تر اوسه يې په اړه پوره څېړنې نه دي شوي، خو شمېر چنيايي روغتيا پالانو د اندېښنې وړ بللی دی. 

له دې وړاندې روغتيا نړيوال سازمان هم سپارښتنه کړې وه چې د شونتيا په صورت کې دې په کرونا ويروس ککړ کس له ځانګړي تشناب ګټه واخلي؛ خو د فاضله موادو لارې د کرونا ويروس د انتقال په اړه يې څه نه وو ویلي.