کرونا ناروغانو ته د ملاريا ضد درملو ورکول؛ روغتيا نړيوال سازمان يې په اړه يې څه سپارښتنه کوي؟ 

روهي (درې نۍ/۶ د غبرګولي)، کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ وژونکې ناروغۍ لپاره تر اوسه نه درمل جوړ شوي او نه يې هم واکسين شتون لري. د نړۍ ساينس پوهان او روغتيا پالان بېړنی کار کوي چې دغه ناروغۍ ته درمل او واکسين جوړ کړي. 

د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د ملاريا ضد درمل يا هایډروکسي کلوروکین هغه کسانو ته ورکول کيږي، چې په کرونا ويروس ککړ شوي وي. ځینو ته د دغه درملو د ورکولو پايله ښه وه. 

اوس مهال د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا ويروس ناروغانو ته د ملاريا ضد درمل یا د هایډروکسي کلوروکین ورکول په لنډه مهاله ډول بند کړي دي. دغه سازمان اندېښنه لري چې شوې تجربې ښيي چې هایډروکسي کلوروکین د ځينو کسانو دفاعي سېسټم باندې بد اغېز کړی. 

روغتيا سازمان وروسته له هغې دا پرېکړه وکړه چې يوې وروستۍ څېړنې په ګوته کړه چې هایډروکسي کلوروکین د کرونا ويروس د ناورغانو د ناڅاپي مړينې لامل کيږي. روغتيا سازمان اوس مهال په دې اړه پلټنې، څېړنې او تجربې تر سره کوي. 

د هایډروکسي کلوروکین جانبي عوارض يا څنډيز زيانونه د ځېګر او ينې خرابېدل ښوودل شوي دي، چې مړينه هم رامنځ ته کولی شي.