اسټراليايي پوهانو داسې انټرنېت کشف کړ، چې پر يوه ثانيه يې چټکتيا ۴۵زره جي بي ده 

روهي (دوه نۍ/۵ د غبرګولي)، د اسټراليا موناش، سوینبورن او آر ام آی ټي پوهنتونونو پوهانو د نړۍ تر ټولو چټک انټرنېټ ته لاس رسی پيدا کړی. د دغه انټرنېټ چټکتيا په يوه ثانيه کې ۴۴،۲ تېرا بايټ چې نېږدې ۴۵ زره جي بي کيږي، رسيږي. 

د نیچر کمیونیکیشنز په نوم ورځپاڼې ليکلي دي چې د اسټراليا  موناش، سوینبورن او آر ام آی ټي پوهنتونونو  ساينس پوهان په بريالي ډول توانېدلي دي چې د نړۍ ترټولو چټک انټرنېټ ته لاس رسی پيدا کړي. 

د خپرې شوې مقالې اړوند چې د دومره سرعت لرونکي انټرنېت په شتون کې به د يوې ثانيې دننه په زرګونه فلمونه ډاونلوډ يا راښکته کېدای شي. 

دا په نړۍ کې د انټرنېټ تر ټولو زيات سرعت بلل شوی چې په لومړيو کې به يوازې اسټراليا او وروسته به د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ورسيږي.