کراچۍ کې  لوېدلې الوتکه؛ له ۹۹ کسانو دوه ژوندي  پاتي او ۹۷ مړه شوي 

روهي (نۍ/۳ د غبرګولي)، د پاکستان کراچۍ ښار کې ځايي روغتيايي ادارې تائيدوي يدوي چې د تېرې ورځې د لوېدلې الوتکې ۹۷ سورالۍ مړه شوي او يوازې دوه کسان په کې ژوندي پاتې دي. 

روغتيايي او حکومتي مسوولينو ويلي دي چې د ۹۷ وژل شويو څخه يوازې د ۱۹ کسانو مړي پېژندل شوي  دي او پاتې نور اور کې سوځېدلي دي. وژل شويو کې اته کسان د الوتکې عمله هم شاملې ده. 

دغه الوتکه تېره ورځ د لاهور له هوايي ډګر پورته شوه چې  د کراچۍ هوايي ډګر سره نېږدې يې له کېناستو يوه دقيقه وړاندې سقوط وکړ.