ډېری سياسي مشران په کې راټول شوي؛ خو دغه ګډ-انځور هم له نيوکو خالي نه دی 

روهي (جمعه/۲ د غبرګولي)، تېره ورځ ناوخته ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر غني په شتون کې د هېواد د سياسي مشرانو د ګډ روژه ماتي او لمونځ انځورونه رسنيز کړل. پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد يونس قانوني، محمد کريم خليلي، باتور دوستم، محمد محقق، حمد الله محب، د ولسمشر ځانګړي استازي غضنفر او محمد معصوم ستانکزي په کې ګډون درلود. 

که څه هم د ټاکنيزو ناندريو پر مهال ډېری افغانانو د هېواد د سياسي مشرانو ترمنځ د يووالي هليه لرله او پر يو ميز يې د دوی راټولېدل غوښتل، خو ځيني نورو بيا دغه ډول ناستو ته منفي هم غبرګونونه ښوودلي دي. 

پر فېسبوک او ټوېټر يو شمېر کارنو ليکلي دي چې د هېواد په اساسي قانون، ديموکراسۍ او ټاکنو رېشخند وهل کيږي، ټاکنې کيږي خو د ولس رايو ته خلک ارزښت نه ورکوي او سياسي څېرې سره پرې معاملې کوي. 

ځينو نور بيا پر دې اساس په ياد انځور نيوکې کړې دي چې دا ډول ناستو کې د ښځو ونډه نشته او د هېواد د سياست په اساسي پوړيو کې ميرمنې بې برخې کيږي.