امريکا د کرونا ويروس قربانيانو ته د درناوي يه پار خپل بيرغ نیم ځوړند کړ



روهي (جمعه/۲ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ ويلي دي چې دغه هېواد کې د کرونا ويروس له امله د قرباني شوي کسانو په پار د هېواد بيرغ درې ورځې نیم ځوړند کړ. 

ټرمپ په ټوېټر ليکلي دي، "زه به د امريکا متحدو ايالتو بيرغ پر دولتي او ملي ودانيو نيم ځوړند کړم. دا به هغه امريکايانو ته دروناوی وي چې د کرونا ويروس له امله يې ژوند له لاسه ورکړی دی."

امريکا کې پر کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له يو نيم مېلېون کسانو واوښت او همدا ډول تر اوسه له نوي زره ډېر کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي. 

 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ